د هند د دفاع وزیر: د افغانستان د سولې او ثبات د ملاتړ برخه کې تل ثابتقدمه پاتې شوي یو

کابل (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۴): د هند د دفاع وزیر د شانګهای همکاریو سازمان (SCO) په ناسته کې یو ځل بیا په افغانستان کې له سولې، امنیت او ثبات څخه د خپل هېواد پرېکنده ملاتړ اعلان کړی او ټینګار یې کړی چې هېواد یې د افغانستان د پرمختګ تر ټولو لوی سیمهییز شریک دی. د هند د دفاع وزیر راجنات سینګ چې نن یې د چین په «چینګدایو» ښار کې د شانګهای همکاریو سازمان د دفاع وزیرانو ناسته کې خبرې کولې، یو ځل بیا په افغانستان کې له سولې، امنیت او ثبات څخه د خپل هېواد پرېکنده ملاتړ اعلان کړ. هغه وویل: «هند تل په خپل سیاست کې د افغانستان له سولې، امنیت او ثبات څخه په ملاتړ کې ثابتقدم او هوډمن پاتې شوی؛ په افغانستان کې زموږ بېړني لومړیتوبونه د دغه هېواد د خلکو لپاره د بشري مرستو برابرول او د دغه هېواد په پرمختیايي اړتیاوو کې برخه اخیستل دي؛ په سیمه کې د افغانستان د تر ټولو لوی شریک په توګه، هند د دغه هېواد د خلکو لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرامونو پلې کولو ته دوام ورکوي.» سینګ په خپلو خبرو کې د هند پر تمدني ارزښتونو او نړۍوال لیدلوري د ټینګار ترڅنګ وویل چې دغه هېواد د همکارۍ له لارې له ګډو ننګونو سره ...