Posts

Showing posts with the label Afghanistan Russia

سرگئی لاوروف، وزیر خارجه روسیه، در یک تماس تلیفونی با امیرخان متقی، وزیر خارجه امارت اسلامی

Image
  سرگئی لاوروف، وزیر خارجه روسیه، در یک تماس تلیفونی با امیرخان متقی، وزیر خارجه امارت اسلامی، گفته است که اختلافات میان کابل و اسلام‌آباد باید از راه‌های سیاسی و دیپلوماتیک حل‌وفصل شود. براساس خبرنامه وزارت خارجه روسیه، در این گفتگو چشم‌انداز کاهش تنش‌های نظامی و سیاسی در روابط افغانستان و پاکستان نیز مورد بحث قرار گرفته است. در این تماس، وزیر خارجه روسیه درباره وضعیت منطقه، از جمله پیامدهای منفی و بی‌ثبات‌کننده حمله‌های اخیر بر ایران، نیز گفتگو کرده است.

سوداگريکابل له مسکو سره د اقتصادي همکاریو پراخولو غوښتنه وکړه

Image
  د روسیې تاس خبري سرچینې راپور ورکړی، چې افغانستان له روسیې سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو؛ په ځانګړي توګه د انرژۍ، کانونو او بېلابېلو بنسټونو د رغولو په برخو کې د اړیکو پراخولو ته لېوالتیا څرګنده کړې ده.  په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ویلي، چې کابل غواړي له روسیې څخه نفت او ګاز واخلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه کړي. په روسیه کې د افغانستان سفیر ګل حسن حسن له تاس خبري سرچینې سره په مرکه کې ویلي؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې د پراختیا په حال کې دي او که یو شمېر ستونزې په ځانګړي توګه بانکي محدودیتونه حل شي؛ افغانستان کولی شي له روسیې څخه نفت، ګاز، درمل، صنعتي توکي، غنم او نباتي غوړي وارد کړي. د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ افغانستان هم چمتو دی، چې خپل کرنیز محصولات لکه تازه او وچې مېوې، سابه، درملیز بوټي، غالۍ او معدني سرچینې روسیې ته صادر کړي. د افغانستان سفیر زیاته کړې؛ د دغو راکړو ورکړو عملي کېدا کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه کړي. همدارنګه په مسکو کې د افغان توکو د نندارتونونو د پرانیستلو لپاره هم پلانونه ...

روسیې د افغانستان اسلامي امارت وړاندیز شوی سفیر ومانه

Image
  د بهرنیو چارو وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې، چې د یکشنبې پر ورځ( د غبرګولي یوولسمه) ترسره شوه؛ دواړو خواوو د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو د نوي فصل د پیل، د کازان په غونډه کې د ترلاسه شویو تفاهمونو او همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو کاري کمیټو د فعالیتونو په اړه بحث وکړ. Last Updated on: غبرګولى ۱۲, ۱۴۰۴ په کابل کې د روسیې سفیر دمیتري ژیرنوف په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت د وړاندیز شوي سفیر د منلو رسمي یادښت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي ته وسپاره. د بهرنیو چارو وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې، چې د یکشنبې پر ورځ( د غبرګولي یوولسمه) ترسره شوه؛ دواړو خواوو د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو د نوي فصل د پیل، د کازان په غونډه کې د ترلاسه شویو تفاهمونو او همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو کاري کمیټو د فعالیتونو په اړه بحث وکړ. ژیرنوف هیله څرګنده کړې، چې د ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې په لوړولو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري په بېلابېلو برخو کې پراختیا ومومي. دغه راز د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي، له روسیې س...