Posts

Showing posts with the label Afghanistan India

هند بار دیگر از حمایت صحی افغانستان اطمینان داد

Image
  هند بار دیگر بر تداوم کمک‌های بشردوستانه و همکاری‌های صحی با افغانستان تأکید کرده و گفته است که تأمین درازمدت ادویه‌های ضروری در اولویت همکاری‌های دو کشور قرار دارد. بر بنیاد معلومات وزارت صحت و رفاه خانوادهٔ حکومت هند، جِی‌پی نَدا، وزیر صحت هند، با نورجلال جلالی، وزیر صحت عامهٔ افغانستان، دیدار و گفت‌وگو کرده است. در این دیدار، دو طرف روی تقویت همکاری‌ها در بخش صحت و رسیدگی به نیازهای صحی مردم افغانستان بحث کردند. در جریان این دیدار، به‌گونهٔ نمادین ادویه‌های درمان سرطان و واکسین‌ها به جانب افغانستان سپرده شد که نشان‌دهندهٔ تعهد دوامدار هند در حمایت از نظام صحی افغانستان است. همچنان وزارت صحت هند اعلام کرده که یک محمولهٔ بزرگ‌ شامل ادویه‌ها، واکسین‌ها و یک دستگاه سی‌تی‌اسکن ۱۲۸‌اسلایس نیز در چارچوب کمک‌های بشردوستانه به افغانستان ارسال می‌شود. مسوولان هندی می‌گویند این کمک‌ها بیانگر تعهد دهلی‌نو برای بهبود خدمات صحی و فراهم‌سازی دسترسی مردم افغانستان به درمان‌های نجات‌بخش است.

هغه امبولانسونه چې هند څه موده وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ته ډالۍ کړي وو اوس د ایران له لارې افغانستان ته رسیدلي دي. د هند له حکومت څخه ځانګړې مننه 🇮🇳.

Image
 هغه امبولانسونه چې هند څه موده وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ته ډالۍ کړي وو اوس د ایران له لارې افغانستان ته رسیدلي دي. د هند له حکومت څخه ځانګړې مننه 🇮🇳.

سوداگرينورالدین عزیزي د افغانستان او هند د تجارتي همکاریو غوښتنه وکړه

Image
  د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هند ته د خپل رسمي سفر پر مهال په نوي ډیلي کې له پراګتي میدان نړیوال نندارتون او افغان شرکتونو ځانګړو غرفو څخه لیدنه وکړه. په دې سفر کې نورالدین عزیزي د ګډون کوونکو شرکتونو له استازو سره ولیدل او د دوی د فعالیتونو، محصولاتو او لاسته راوړنو په اړه یې له نږدې معلومات ترلاسه کړل. د دې لیدنو په لړ کې افغان سوداګرو له سوداګریزو فرصتونو څخه د رضایت څرګندولو ترڅنګ د ځینو  ننګونو او ستونزو؛ په ځانګړي توګه په بانکدارۍ، ګمرکونو او مقرراتي سکټورونو کې یادونه وکړه او د ډېرو نورو همکاریو او آسانتیاوو رامنځته کولو غوښتونکي شول. د دغو اندېښنو له اورېدا وروسته د صنایعو او سوداګرۍ وزیر دوی ته ډاډ ورکړ، چې راپورته شوې مسلې به له هندي چارواکو سره شریکې او د حل لپاره به یې اړین ګامونه پورته کړي. عزیزي د هند د سوداګریزې پراختیا ټولنې له مشرتابه سره، چې د دې نندارتون ترسره کوونکی هم دی؛ یوه ځانګړې ناسته تر سره کړې ده. د دغې لیدنې پر مهال په کابل او نوي ډیلي کې د افغان- هند د ګډو نندارتونونو پر جوړولو، د افغان شرکتونو لپاره غرفو ځانګړي کولو، د افغ...

د هند نړیوالو چارو شورا: له کابل سره د نوي ډيلي سیاسي تعامل نرمه او مانا لرونکې تګلاره ده

Image
د هند نړیوالو چارو شورا د یوې هندۍ لیکوالې انویشا ګوش هغه تحلیلي څېړنه خپره کړې چې د نوي ډيلي او کابل د سیاسي تعامل څرنګوالی او راتلونکو دوه اړخیزو اړیکو ته په کې تفصیلي کتنه شوې. د لیکوالې په باور، د مې پر ۱۵مه د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست او د هند بهرنیو چارو وزير ترمنځ ټیلفوني خبرې د کابل پر وړاندې د نوي ډيلي د ډېپلوماسیو یو نرم  او بدلون راوستونکي دریځ روښانه کړ. د دې تحلیلي څېړنې له مخې، هند به د افغانستان له سرپرست حکومت سره د ښکېلتیا سټراټيژي په دوامداره توګه و ارزوي، خو د اړیکو ساتل به د ملي ګټو خوندي کولو، سیمه ‌يیزثبات او له افغانانو سره د تلپاتې همکاریو لپاره، له پامه ونه غورځوي. لیکوالې انویشا ګوش لیکلي:« د  ۲۰۲۵  زېږدیز کال د مې پر  ۱۵ مه، د هند او طالبانو ترمنځ د وزیرانو پر کچه ټیلفونې خبرې وشوې. هند د افغانستان پر وړاندې نرمه، خو د بدلون لپاره مهمه پالیسي تعقیبوي او دغه راز دا تعامل د هند یو عمل محوره دریځ څرګندوي چې موخه یې د ملي ګټو خوندي کول، د سیمه ‌يیز ثبات پیاوړتیا او د افغان ولس ملاتړ دی.»   نوموړې په دې تحلیلي څېړنه کې د کابل او نوي...

هند له افغانستان څخه د ډبرو سکرو او مرمر د واردولو هیله لري

Image
  د هند د ګجرات د سوداګرۍ خونې یوه لوړ پوړي پلاوي له افغانستان څخه د ډبرو سکرو او مرمر ډبرو واردولو او د افغانستان د ډبرو سکرو په سکتور کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده. چارواکو د هند په ممبۍ ښار کې د افغانستان د کونسلګرۍ له سرپرست اکرام الدین کامل سره په کتنه کې خوښي څرګنده کړه. کامل دوی ته ډاډ ورکړ، چې په دې برخه کې به له اړوندو افغان بنسټونو سره په تخنیکي کچه د انلاین ناستې زمینه برابره کړي. هغه وویل، په افغانستان کې امنیت تامین شوی، فساد شتون نه لري او هندي سوداګرو ته د پانګونې زمینه برابره ده.