Posts

Showing posts with the label Afghanistan China Relationship

بلال کریمي په بیجینګ کې د اسیا په چارو کې د چین له مرستیال سره وکتل

Image
په چین کې د اسلامي امارت سفیر بلال کریمي د چهارشنبې په ورځ د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیا د چارو د ادارې له مرستیال جانګ ماومینګ سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سیاسي اړیکو د لا پیاوړتیا، اقتصادي، سوداګریزو، ټرانزیټ او قونسلي مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړې. په چین کې د افغانستان سفارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جانګ د افغانستان او چین ترمنځ د سیاسي اړیکو د ۷۰مې کلیزې په مناسبت خبرې وکړې او یادونه یې وکړه، چې بیجینګ او کابل په تاریخي توګه په سوله او همغږي کې ګډ ژوند کړی دی. جانګ وويل، چين به د سوله ييز ژوندانه د مثبت روحيې د پياوړتيا لپاره کوښښ وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخيزې همکارۍ پراخې کړي. په همدې حال کې کریمي هم په افغانستان کې د امنیت او ثبات ټینګښت یو مهم فرصت وباله او د ټولو په ګټه یې ټینګار وکړ.  

اسلامي امارت او چین د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې

Image
په چین کې د اسلامي امارت سفیر پرون (دوشنبه) د افغانستان لپاره د دغه هېواد له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې د کابل او بیجینګ اړیکې مثبتې وبللې او د دغو اړیکو پر لا پیاوړتیا یې ټینګار وکړ. په چین کې د افغانستان سفارت په یوه بیان کې ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د سیاسي اړیکو پر پراختیا، له ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو پر پراختیا، د سیمه ییزو اقتصادي اړیکو پر پراختیا او د قونسلګرۍ او سوداګریزو مسایلو په اړه خبرې وکړې. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت طلوع نیوز ته وویل: په دغه کتنه کې د افغانستان او چین ترمنځ د سیاسي اړیکو د لا پراختیا، له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو پر پراختیا، د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د ټرانزیټ او سوداګریزو مسایلو په اړه خبرې اترې وشوې. په همدې حال کې د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې اسلامي امارت باید د ختیځ او لویدیځ ترمنځ د اړیکو په پراخولو کې توازن وساتي. د سیاسي چارو کارپوه سلیم پیګیر طلوع نیوز ته وویل:« اوسني حالات د دې اړتیا لري چې هر هغه هیواد چې غواړي له افغانانو سره ښې اړیکې ولري، د افغانستان اسلامي امارت مجبور دی چې ورسره اړیکې ټینګ...