نړیوال بانک د افغانستان اقتصاد له ودې او ننګونو سره مخ دی
نړیوال بانک په یوه راپور کې ویلي، چې د افغانستان اقتصاد که څه هم د منځنۍ ودې په حال کې دی، خو د مالي محدودیتونو، سوداګریزو انډولونو او د عامه پانګونې د محدودیت په څېر له مهمو ننګونو سره مخ دی. راپور یادونه کوي چې د ناخالص کورني تولید (GDP) منځنۍ وده 2.7٪ وه، مګر نړیوال بانک دا وده ناڅرګنده ګڼي. د راپور له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د کابل، کندهار، هلمند او زابل په څېر ولایتونو کې چې اقتصاد یې تر ډېره پر بهرنیو مرستو متکي دی، د ۲۰۲۰ کال په پرتله په اقتصادي فعالیتونو کې تر ټولو ډېر کموالی راغلی دی. د نړیوال بانک راپور دا هم ویلي: "د افغانستان اقتصادي بیا رغونه ناڅرګنده ده. د 2.7٪ منځنۍ ناخالص تولید وده چې د خصوصي مصرف لخوا پرمخ وړل کیږي، یوازې د تیرو اقتصادي زیانونو شاوخوا 10٪ جبران کړي، چې د دې بیا رغونې ورو او نازک طبیعت په ګوته کوي. " د صنايعو او کانونو خونې لومړي مرستيال سخي احمد پيمان وويل: "هغه جدي اندېښنې چې په لومړيو کې د افغانستان د اقتصاد په اړه موجودې وې، له نېکه مرغه د دې لامل شوې، چې زموږ ناخالص توليد په مثبته توګه وده وکړي، پولي ثبات ټينګ شي او انفلاسيون راشي. دا م...