Posts

Showing posts with the label سوات کې ستر لاريون

د پاکستان په سوات دره کې ستر لاريون

Image
🕊د پاکستان په سوات دره کې ستر لاريون اوسيدونکي د پاکستان په سوات دره کې د ښوونځي په بس باندې له بريد يوه ورځ وروسته په لاريون کې برخه اخلي اوسيدونکي وروسته له هغه سړکونو ته راووتل چې د ښوونځي د بس چلوونکي په ډزو ووژل شو چې د تاوتريخوالي د زياتېدونکو پېښو په وروستيو کې رامنځته شو د پاکستان په سوات دره کې په زرگونو خلکو د دوشنبې په ورځ د ناپېژانده وسله والو لخوا په ډزو د یو ځايي سکول بس ډرائيور د وژل کیدو نه وروستو د زیاتیدونکي ناامنۍ په ضد مظاهرې وکړې په سیمه کې د وژنو د زیاتیدو پر ضد شعارونه ورکول، مظاهره چیان د سه شنبې په ماسپښین په نشاط چوک کې سړکونو ته راووتل او له حکومته یې وغوښتل چې د سیمې د اوسیدونکو د خوندیتوب لپاره دې لا زیات کار وکړي د سوات قومي جرګې وياند احمد شاه، چې د ځايي اوسېدونکو يوه نماينده اداره ده، وويل، په تېرو دوو مياشتو کې دا شپږم لاريون دى، چې له ١٥ زرو څخه زياتو کسانو په لاريون کې ګډون کړى و موږ تیره اونۍ یو احتجاج وکړ خو نن په سوات کې ترټولو لوی لاریون دی فواد خان، چې د سوات اولسي پاڅون (د سوات د خلکو غورځنګ) یو فعال دی، چې د سه شنبې په ورځ په احتجاج کې و...