د کابل پوځي هوايي ډګر ته څېرمه چاودنه شوې
د کابل پوځي هوايي ډګر ته څېرمه چاودنه شوې د طالبانو په وینا د دې چاودنې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی چې ګڼه مرګ ژوبله یې اړولې ده د چاودنې ځای په کابل کې د پوځي هوايي ډګر دروازې ته څېرمه دی د افغانستان پلازمېنې کابل کې د پوځي هوايي ډګر بهر چاودنې د طالبانو یو چارواکي ویلي، ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع تکور وايي، د یکشنبې ورځې چاودنې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې او په اړه یې پلټنې روانې دي نوموړي د چاودنې نوعیت او هدف په ډاګه نه کړ ځایی اوسیدونکو وویل چې د سهار له اتو بجو (03:30 GMT) څخه دمخه د قوي قوي هوایی ډګر نظامي اړخ ته څیرمه د یوې درنې چاودنې غږ واورېدل شو. دوی وايي، سیمه امنیتي ځواکونو کلابنده کړې او ټولې لارې یې تړلې دي د کابل یو اوسیدونکي د یکشنبې په ورځ ناوخته وویل چې ورور یې د هوايي ځواک یو افسر په چاودنه کې وژل شوی دی عبدالنور د پخواني ولسمشر اشرف غني د لوېدیځ په ملاتړ له واکه لیرې شوي حکومت ته په اشارې سره AFP خبري اژانس ته وویل، هغه په تېر حکومت کې هم د هوايي ځواک د افسر په توګه کار کړی و نور وويل: هغه او د هغه يو شمېر همکا...