د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ایکس پاڼه کې د افغانستان
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ایکس پاڼه کې د افغانستان د اقتصادي ودې په اړه د نړیوال بانک د راپور یوه برخه خپره کړې، چې په کې راغلي: په ۲۰۲۵ کال کې پر منځنۍ کچه دوه سلنه انفلاسیون اټکل شوی، چې دا د سیمې له تر ټولو ټیټو کچو دی. ویل کیږي، چې دا وضعیت د "خوراکي توکو د بیو د ثبات او د ملي اسعارو د پیاوړتیا" له کبله رامنځته شوی دی.