له چین سره د طالبانو اړیکې
په کابل کې د چین سفیر اعلان کړی چې 'ځینې کړۍ' هڅه کوي چې له طالبانو سره د چین د ډیپلوماتیکو اړیکو د پراخېدو مخه ونیسي. هغه ټینګار وکړ چې هیواد یې په دې مسله خبر دی او تمه لري چې طالبان هم ورته پام وکړي. په کابل کې د چین سفیر دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ د جنورۍ په ۱۲ مه د طالبانو له خوا د ښار جوړونې او کور جوړونې له وزیر حمدالله نعماني سره د کتنې پر مهال وکړې. د طالبانو د ښار جوړونې او کور جوړونې وزارت د خبرپاڼې له مخې، د چین سفیر وویل، ځینې کړۍ نه غواړي چې د چین او افغانستان ترمنځ سیاسي او دیپلوماتیکې اړیکې پراختیا او دوام ومومي او په دې برخه کې د خنډونو رامنځته کولو هڅه کوي چې چین ورته پام کړی دی. دا مسله او له افغان لوري څخه هیله کوم چې ورته پام وکړي.» د چین سفیر د کوم ځانګړي هیواد نوم وانخیست، خو له چین سره د طالبانو لېوالتیا ته په کتو دا اندېښنه بې ساري ده. طالبان چې له لویدیځ او په ځانګړې توګه له امریکا سره یې اړیکې ترینګلې دي، هڅه کوي د امنیت شورا له دوو مهمو غړو روسیې او چین سره خپلې اړیکې پراخې کړي. په همدې حال کې هند، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو هم له طالبانو...