Posts

Showing posts with the label Afghanistan #Russia #Aid #flood

روسیې افغانستان ته ۲۱ ټنه بشري خوراکي توکي استولي دي.

Image
  د روسیې دولتي خبري اژانسونو خبر ورکړی چې دغه هېواد افغانستان ته ۲۱ ټنه بشري خوراکي توکي استولي دي. دغه بار وړونکې الوتکه د پنجشنبې په ورځ د می په ۱۶مه له مسکو څخه کابل ته الوتنه وکړه. تاس خبري اژانس لیکلي، چې دا بار د بغلان ولایت سیلاب ځپلو ته استول شوی او د "روسیې سره ستاسو" پروژې د یوې برخې په توګه افغانستان ته استول شوی دی. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په دې مرستو کې غوړي او اوړه شامل دي. د بغلان، تخار، بدخشان، فاریاب او هرات په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې وروستیو خونړیو سیلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. د دغو سېلابونو ویجاړونکې اغېزې ډېرې سیمې بېړنیو مرستو ته اړې کړي دي. ملګرو ملتونو او یو شمېر مرستندویه سازمانونو په بېړنۍ توګه د دغو ځپل شویو ولایتونو له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره د بېړنیو بشري مرستو د چمتو کولو غوښتنه کړې ده. د راپورونو له مخې د سختو سېلابونو له امله د بغلان په دوو ولسوالیو کې تر ۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي. دا د ناورین کچه او په وخت کې د مرستې جدي اړتیا په ګوته کوي ترڅو د ژوند نور زیان مخه ونیسي. وروستي سیلابونه په افغانستان ...