بولټن: د افغانستان کړکېچ هواري لپاره باید سرپرست حکومت بې واکه شي
د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن په یوې مرکې کې ویلي د افغانستان د کړکېچ د هواري لپاره باید د دې هېواد اوسنی سرپرست حکومت بې واکه شي. بولټن زياته کړې، د سرپرست حکومت له چارواکو سره د امریکايي چارواکو ناستې د امریکا پر ګټه نه دي او په خبره يې برعکس دغه کار د سرپرست حکومت پر ګټه دی او مشروعيت ورکوي. بولټن د سرپرست حکومت د مخالفینو د تقويې لپاره، له دوی سره د هر راز مرستو او همکاريو وړانديز کړی دی. هغه زیاته کړې: « زه فکر کوم چې د افغانستان کړکېچ لپاره اوږدمهاله حل لاره دا ده چې په واک کې بدلون راشي. زما په اند په افغانستان کې دننه د طالبانو له مخالفو ډلو سره پر پوځي او جنګي مرستو سربېره، اقتصادي برخو کې مرستې کولی شي ، د مخالفینو په وده کې مرسته وکړي. » د جان بولټن دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ویلي، اسلامي امارت له ترهګرۍ سره په خپلواکه توګه مبارزه کوي او په افغانستان کې یې ټولې ترهګرې او مخالفې ډلې ځپلي دي. شاهین زیات...