Posts

Showing posts with the label Afghanistan Cricket

ضیاالرحمن شریفي د نوین‌الحق پر ځای د کرکټ ملي لوبډلې نوملړ ته شامل شو

Image
  کابل (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د نوین‌الحق په ښۍ اوږه کې د ستونزې له امله هغه د ویسټ‌انډیز پر وړاندې لوبلړۍ او نړۍوال شل‌اوریز جام سیالیو کې ګډون نه کوي او پر ځای یې ضیاالرحمن شریفي د ملي لوبډلې نوملړ ته شامل شوی دی. د کرکټ بورډ خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اړوند ډاکټرانو د طبي راپور له مخې، د نوین‌الحق د ښۍ اوږې په هډوکي کې جوړ شوی درز (Stress Fracture) لا نه دی رغېدلی او درد لري. نوین‌الحق د درملنې لپاره انګلیستان ته لېږل شوی، پر همدې اساس به ونه شي کولای د ویسټ‌انډیز پر وړاندې لوبلړۍ او د راتلونکي نړۍوال شل‌اوریز جام سیالیو کې برخه واخلي. د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د پرېکړې پر اساس، ضیاالرحمن شریفي چې د یادو سیالیو لپاره د ملي لوبډلې نوملړ کې په احتیاطي لوبغاړو کې و، اوس د نوین‌الحق پر ځای راوستل شوی او فرید ملک احتیاطي لوبغاړو کې اضافه شوی دی. د یادونې ده، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۹مه، ۲۱مه او ۲۲مه په متحده عربي اماراتو کې له ویسټ‌انډیز سره درې شل‌اوریزې لوبې ترسره کړي.

مربیان جدید برای تیم ملی کرکت افغانستان تعیین شدند

Image
  کابل (پژواک، ۲۳ جدی ۱۴۰۴): کرکت بورد افغانستان می‌گوید که برای تیم ملی کرکت، مربیان جدیدی در بخش توپ‌زنی و آماده‌گی جسمانی گماشته شده‌اند. براساس خبرنامه کرکت بورد افغانستان، تابی رادفورد، مربی باتجربۀ انگلیسی به‌عنوان مربی جدید توپ‌زنی و رابرت اهمن، مربی نامدار دیگر این کشور به‌عنوان مربی آماده‌گی جسمانی تعیین شده‌اند. کرکت بورد افزوده‌است که تابی رادفورد دارای مدرک مربی‌گری درجه چهارم کرکت بورد انگلستان (ECB Level 4) بوده و در این بخش پیشینۀ طولانی و تجربه گسترده‌ای دارد. منبع می‌افزاید که رابرت اهمن اخیراً به‌عنوان رئیس بخش تحقیقات علمی عملکرد و امور طبی کرکت بورد انگلستان ایفای وظیفه کرده‌است. براساس خبرنامه، این مربیان پیش از آغاز سلسله بازی‌های بیست‌آورۀ آینده در برابر ویست‌اندیز، به تیم ملی افغانستان خواهند پیوست. قرار است این سلسله بازی‌ها به تاریخ‌های ۱۹، ۲۱ و ۲۲ ماه جاری جنوری در امارات متحدۀ عربی برگزار شود.

څلور افغان لوبغاړي د هند د کرکټ غوره لیګ لوبډلو له ځان سره وساتل

Image
کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۴): د هند د کرکټ غوره لیګ (ای‌پي‌اېل) سیالیو په راتلونکي پړاو کې څلور افغان لوبغاړي اړوند لوبډلو له ځان سره وساتل او یو ځل بیا به ورسره لوبېږي. د ای‌پي‌اېل غوره لیګ سیالیو لوبډلو پرون د راتلونکي پړاو سیالیو لپاره پاتې‌کېدونکي لوبغاړي اعلان کړل چې په‌کې څلور افغان لوبغاړي هم شامل دي. راشدخان ګوجرات ټايټنز لوبډلې له ځان سره پرېیښی، پنجاب کينګز لوبډلې عظمت‌الله عمرزی، چنای سوپر کينګز لوبډلې نوراحمد او دغه‌راز ممبی انډينز لوبډلې بیا الله‌محمد غنضفر له ځان سره ساتلي دي. خو کریم جنت، مجیب‌الرحمن، رحمان‌الله ګربز، صدیق اتل او فضل‌الحق فاروقي خپلو لوبډلو له ځان سره نه دي ساتلي او دوی به بولۍ ته وړاندې کېږي. د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د هند غوره لیګ د پیل نېټه لا نه ده اعلان شوې خو د روان کال د ډسمبر په ۱۶مه به په ابوظبۍ کې د لوبغاړو اخیستو بولۍ ترسره شي.  

اتصالاتو د افغانستان کرېکټ د مالي ملاتړ حقوق ترلاسه کړل

Image
  د اتصالاتو مخابراتي شرکت د راتلونکي یوه کال لپاره د افغانستان کرېکټ د عمومي مالي ملاتړ حقوق ترلاسه کړل. په همدې موخه د افغانستان کرېکټ بورد او اتصالاتو مخابراتي شرکت ترمنځ هوکړه  هم لاسلیک شوه چې له مخې به یې ياد مخابراتي شرکت د کرېکټ ملي لوبډلې او کورني کرېکټ ټولو سیالیو مالي ملاتړ کوونکی وي. د کرېکټ بورد مشر میرویس اشرف وايي: « د اتصالاتو او افغان کرېکټ بورډ ترمنځ د همکاریو ډېر اوږد سفر دی او دا سفر به لاهم ادامه ولري. موږ باید له اتصالات شرکت خاصه یادونه او مننه وکړو چې له لومړیو او سختو ورځو راهیسې یې د افغانستان د کرېکټ بورډ ملتیا او مالي ملاتړ کړی.» د اتصلاتو مخابراتي شرکت بیا د کرېکټ بورډ د مالي ملاتړ ډاډ ورکوي او وايي، راتلونکي کې به هم دغه ملاتړ ادامه ولري. د اتصالاتو مخابراتي شرکت حقوقي رییس سید خالد عزیز وايي: «موږ هیله لرو او ژمنه کوو چې له کرېکټ بورډ د اتصالاتو مالي ملاتړ به راتلونکي کې هم ادامه ولري. دا مالي ملاتړ د دواړو اړخونو پر ګټه دي، هم د اتصالاتو مخابراتي شرکت پر ګټه دی؛ ځکه چې کله زموږ لوبډله په نړیوالو میدانونو کې لوبېږي، نو د افغانستان دا برنډ خلکو ته...