Posts

Showing posts with the label د هزاره احتجاج

په افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنه

Image
افغانانو د نړۍ په ۹۶ ښارونو کې د "افغانستان د هزاره ګانو د نسل وژنې" د مخنیوي لپاره لاریون وکړ د کابل په لوېدیځ کې د کج پر ښوونځي له ترهګریز برید وروسته چې له امله یې تر سلو زیات زده کوونکي چې اکثره یې هزاره ګان وو، ووژل او ټپیان شول، افغانانو د نړۍ په ۹۶ هېوادونو کې د ټولو افغان توکمونو په شتون سره په افغانستان کې د هزاره ګانو د نسل وژنې پر ضد لاریون وکړ په امریکا، اسټرالیا، کاناډا، جرمني، نیوزیلینډ، اندونیزیا او یو شمیر نورو هیوادونو کې افغان اتباع د شنبې په ورځ د اکټوبر په اتمه راټول شوي وو او د هغه څه پر ضد یې مظاهره وکړه چې دوی یې د هزاره ګانو نسل وژنه بولي په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي عکسونه ښیې چې سلګونه لاریون کونکي په واشنګټن ډي سي، سیډني، برلین او نورو ښارونو کې سړکونو ته راوتلي دي د لاريون کوونکو له لوري د خپاره شوي نوملړ له مخې، دا لاريونونه اوسمهال د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو په ٩٦ ښارونو کې روان دي مظاهره کوونکي غواړي چې د هزاره ګانو نسل وژنه دې وپېژندل شي او عاملین دې محاکمه شي تر اوسه په افغانستان کې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره د سیاستوالو، هنرمندانو ا...