جاپان له افغانستان سره ۳۰ میلیونه ډالره مرسته وکړه
جاپان له افغانستان سره ۳۰ میلیونه ډالره مرسته وکړه د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) اعلان وکړ چې جاپان په افغانستان او میانمار کې د ماشومانو د تعلیم، روغتیا او تغذیې د ملاتړ لپاره ۳۰.۵ ډالره مرسته کړې ده کارین هولشوف – د یونیسف د مشارکت اجراییوي رییس مرستیال د سه شنبې په ورځ په ټویټر کې د جاپان له خوا د 30.5 ډالرو مرستې او په افغانستان او میانمار کې د زیان منونکو ماشومانو لپاره د توکیو دوامداره مرستې په اړه وویل اغلې هولشوف زیاته کړه چې د روغتیا نړیوال پوښښ به هر ماشوم ته د بیا یوځای کیدو او له هغه وروسته د دې لپاره چمتو کړي چې هیڅ ماشوم د نورو مسلو تر څنګ د روغتیا ناامني تجربه نکړي تر دې مخکې د جاپان دولت د افغانستان د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه له ۱۰۶ میلیونو ډالرو زیاته مرسته د بشري پروژو په برخه کې کړې وه په همدې حال کې په کابل کې د جاپان سفارت ویلي چې توکیو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان سره د اسلامي امارت د واک تر اخیستو وروسته ۳۳۵ ډالره مرسته کړې ده ملګرو ملتونو په خپلو پخوانیو راپورونو کې افغانستان د ماشومانو لپاره تر ټولو بد ځای بللی و او زی...