افغانستان باید د مرکزي او سوېلي اسیا ترمنځ پر یوه ارتباطي پل بدل شي
کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۴): د اوزبېکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره د زیربناوو، ترانزیټ، انرژۍ او زدهکړو برخو کې خپلې مرستې ډېرې کړي او باور لري چې دغه هېواد باید د سوېلي او مرکزي اسیا ترمنځ پر یوه ارتباطي پل بدل شي. د اوزبېکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «ډېر خوشحاله یم چې د سرپرست حکومت له رییسالوزراء سره مې لیدنه وکړه او له خپل ګاونډي ورور هېواد سره مو د اړیکو پراختیا برخه کې د اوزبېکستان پر پیاوړې ژمنې بیا ټینګار وکړ.» د هغه په خبره، په یاده لیدنه کې د سوداګریزې پراختیا، بشري مرستو او سیمهییزو اړیکو پر پراختیا خبرې اترې وشوې چې له دغو کارونو یو د ازبېکستان، افغانستان او پاکستان د اوسپنې پټلۍ لپاره د «چوکاټي هوکړهلیک» لاسلیکول و چې د سیمهییز یووالي برخه کې یو حیاتي ګام ګڼل کېږي. نوموړی وايي، د اوزبېکستان حکومت چمتو دی چې د زیربناوو، ترانزیټ، انرژۍ او زدهکړو برخو کې خپلې مرستې ډېرې کړي او باور لري چې افغانستان باید د سوېلي او مرکزي اسیا ترمنځ پر یوه ارتباطي پل بدل شي. دغهراز، د یاد اوزبېک چارواکي ...