په روانه اونۍ کې شاوخوا شل زره افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه راستانه شوي دي
د طالبانو د حکومت احصایې ښيي چې د شنبې له ورځې څخه تر پرون دوشنبې ورځې پورې له پاکستان او ایران څخه شاوخوا شل زره افغان کډوال په خپله خوښه او جبري توګه افغانستان ته راستانه شوي دي. د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې د میزان د ۲۹ او د عقرب تر منځ ۱۳۲۶۱ افغان کډوال له پاکستانه او څه باندې ۶۵۵۲ نور افغان کډوال له ایران څخه په خپله خوښه او جبري توګه راستانه شوي دي. دغه وزارت نن سه شنبه د اکتوبر ۲۴مه (د عقرب ۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې یوازې تېره ورځ شاوخوا ۵۲۰۰ افغان کډوال د ننګرهار ولایت د تورخم او د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې په زوره بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي دي: «درې زره او ۳۱۰ تنه افغان کډوال د سلواغې په لومړۍ نېټه له ایران څخه په داوطلبانه توګه هېواد ته راستانه شول، د یادو کسانو له جملې څخه د مهاجرت د نړیوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول او د نوم لیکنې اسناد یې ترلاسه کړل. خوراکي او غیر خوراکي توکي دا کډوال په داسې حال کې له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي چې دواړو هیوادونو په دې وروستیو کې...