Posts

Showing posts with the label Afghanistan Uae Abu Dhabi

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفیر مولوي بدرالدین حقاني د ابوظبي د دولتي هوايي شرکت، اتحاد، د امنیت له رییس عمر سعید المعماري سره ولیدل. افغانستان

Image
  په متحده عربي اماراتو کې د ا.ا.ا سفیر، مولوي بدرالدین حقاني د ابوظبي د دولتي هوايي شرکت «اتحاد» د امنیتي چارو له رئیس، عمر سعید المعمري سره په لیدنه کې افغانستان ته د یاد شرکت د الوتنو د پیل په اړه خبرې کړې دي. ابوظبي کې د افغانستان سفارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، المعمري ډاډ ورکړی چې په نږدې راتلونکې کې به افغانستان ته د «اتحاد» الوتنې په منظم ډول پیل شي. افغان سفیر ویلي، کابل ته د «اتحاد» د الوتنو پیل به د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ دوه‌اړخیزې اړیکې لا پیاوړې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې او تګ راتګ د کچې په پراختیا کې به مهم رول ولوبوي.

د متحده عربي اماراتو جمهور رئیس د افغانستان د کورنیو چارو له وزیر سره د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه وکتل

Image
  د متحده عربي اماراتو جمهور رئیس جلالتماب شیخ محمد بن زاید آل نهیان د افغانستان د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره د ابوظبۍ په قصر الشاطي کې وکتل. خبرې اترې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا، د افغانستان د بیارغونې په ملاتړ او د دې هېواد د خلکو لپاره د ثبات او سوکالۍ پر پراختیا متمرکزې وې. د متحده عربي اماراتو او افغانستان ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ګډې ژمنې په ځانګړې توګه په پرمختیایي برخو کې د خپلو همکاریو د زیاتولو په اړه روښانه شوې. جلالتمآب او وزیر حقاني په افغانستان کې وروستي پرمختګونه وڅیړل او د همکاریو د پیاوړتیا لپاره یې لارې چارې په ګوته کړې چې د دواړو هیوادونو متقابلو ګټو ته خدمت کوي. د افغانستان د کورنیو چارو وزیر د متحده عربي اماراتو له نه ستړي کیدونکي ملاتړ څخه په ځانګړې توګه د هغه پراخو بشري هڅو مننه وکړه چې په سختو وختونو کې یې د افغانستان خلکو ته ډېره ګټه رسولې ده. متحده عربي اماراتو په دوامداره توګه د نړیوالو بشردوستانه مرستو په برخه کې خپله رهبري ښودلې او اړمنو هیوادونو ته یې د مرستې لاس غځولی. د افغانستان په بیارغونه او ثبات کې ...