د قوش تيپې نندارتون د فارياب سيمه ييزو توليداتو ته وده ورکوي
د قوش تيپې نندارتون د لومړي ځل لپاره د فارياب ولايت په مرکز ميمنه کې د يوه خصوصي شرکت او د دغه ولايت د صنايعو او سوداګرۍ رياست په همکارۍ جوړ شو. د چارواکو په وینا، دغه نندارتون به درې ورځې دوام وکړي او موخه یې د کورنیو تولیداتو معرفي او بازار موندنه ده. په دغه نندارتون کې څه باندې ۴۰ غرفې د لاسي صنایعو، کرنیزو محصولاتو، ساختماني توکو، حفظ الصحې توکي او په محلي ډول تولید شوي درمل نندارې ته وړاندې شوي دي. د فارياب د والي مرستيال حميدالله ارشاد د دغه نندارتون پر اهميت د ټينګار ترڅنګ وويل: "خلک اړ دي چې کورني توليدات وګوري او ګټه ترې واخلي. دا ډول نندارتونونه ډېر ګټور او اغېزمن دي." د دغه نندارتون د تنظیموونکي شرکت رئیس محمد هاشم وهاج وویل: «دا نندارتونونه د کورنیو صنایعو په وده او پراختیا کې مهم رول لوبوي، د افغانستان اسلامي امارت پالیسي دا ده چې په خپلو پښو ودریږو او خپل تولیدات زیات کړو.» په نندارتون کې ګډون کوونکو د سیمه ییزو تولیداتو د ملاتړ لپاره د کورنیو او نړیوالو بازارونو د رامنځته کولو اړتیا په ګوته کړه. يو تن ګډونوال سيد غلام سخي وويل: "موږ په دې نندارتون کې د ف...