د چمن په بارڈر د ډزو تبادله
د چمن په بارڈر د ډزو تبادله د پاک افغان پولې په دواړو غاړو کې د اونۍ په پای کې د دوستۍ په دروازه کې د امنیتي ځواکونو تر منځ د ډزو تبادله دوام درلود، ټوپکونه خاموش شول پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې دوی په چمن کې د پولې د پرانستلو هیڅ پلان نه لري تر څو چې افغان ځواکونه هغه وسله وال ونه سپاري چې د دوستۍ په دروازه کې یې د ایف سي پر کارکوونکو ډزې وکړې او بیرته افغان خاورې ته وتښتیدل رویټرز د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د یوه ویاند له خولې ویلي، نښته د دواړو خواوو د سرحدي ځواکونو ترمنځ د "غلط فهمۍ" له امله شوې او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي له بلې خوا د پاکستان د پوځ د رسنیو د څانګې یوه ویاند ویلي، دوی وضعیت څاري څو معلومه کړي چې څه پېښ شوي دي د چمن ډپټي کمشنر عبدالحمید زهري وویل، موږ د افغان خاورې څخه د پاکستاني لوري د ډزو د سي سي ټي وي کیمرې فوټیج د طالبانو چارواکو ته ورکړی دی افغان چارواکو ته دا هم ویل شوي، چې بریدګر چې د دوستۍ په دروازه کې یې ډزې کړي، پر موټرسایکل سپاره وو او له ډزو وروسته د افغانستان سیمې ته وتښتېدل خو افغان پوله ساتو چارواکو ویلي، چې د دوستۍ په ...