Posts

Showing posts with the label Afghanistan Taliban Qatar

افغانستان او قطر د کار د فرصتونو د رامنځته کولو لپاره همکاري کوي

Image
 د افغانستان او قطر ترمنځ د ګډې کاري کمېټې غونډه د قطر د کار وزارت د مرستیال او د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کارموندنې برخې رئیس په مشرۍ په دوحه کې جوړه شوه. د قطر د کار وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کاري اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وشو. په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د کار په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا تمرکز وشو. په همدې حال کې د توريالي په څېر ګڼ شمېر افغان کارګران له بېکارۍ سره مبارزې ته دوام ورکوي. توريالي له خپل حالت څخه ناهیلي شو، وويل: "ډېرې ستونزې دي. زه اوس د دوکاندارانو پوروړي يم. کله چې ګاز واخلم، پيسې ترې وغواړم. په هغو ورځو کې چې کار پيدا کړم، يوازي لږ اوړه کور ته وړم." نورو کارګرانو په کور دننه او بهر د کارموندنې د لا زیاتو فرصتونو غوښتنه وکړه. نورالله په نامه یو کارګر وویل: "زموږ غوښتنه دا ده چې په عربي هیوادونو یا بل کوم ځای کې کار پیدا کړو ترڅو له دې حالت څخه خلاص شو." د اقتصادي چارو کارپوهان په دې باور دي چې بهر ته د کارګرانو لېږل د افغانستان اقتصاد ته ګټه رسولی شي...