Posts

Showing posts with the label PAKISTAN AFGHANISTAN AMERICA AAFIA SADDIQ

د عافیې صدیقي مدافع وکیل د شواهدو راټولولو لپاره کابل ته راغلی دی

Image
د پاکستانۍ عافیې صدیقي د مدافع وکیل چې کابل ته راغلی وايي، غواړي چې، د مېرمن  صدیقي بې ګناهي ثابته کړي. دی وايي، په دې تړاو له غزني ولایته دوه شاهدان لري او دا ثابتوي چې، مېرمن صدیقي په ۲۰۰۸ کال کې له هېڅ ګناه پرته نیول شوې وه. د اعصابو ډاکټره پاکستانۍ عافيه صدیقي په ۱۹۹۰ کال کې امریکا ته کډواله شوه، او په ۲۰۰۳ کال کې له خپلو دریو اولادونو سره د خپلې کورنۍ د لیدنې پر مهال د پاکستان په کراچۍ ښار کې ورکه شوه. خو دلته د کابل په کانټینټال هوټل کې د عافیې صدیقي مدافع وکیل په یوه خبري غونډه کې وايي، د اغلې صدیقي د بې ګناهۍ د ثابتولو لپاره کابل ته راغلی دی. کلایو سټافورډ سمېت وایي، د اغلې صدیقي د بې ګناه ثابتولو لپاره دوه افغان عیني شاهدان لري او په دې برخه کې د لا زیاتو معلوماتو د را ټولولو په لټه کې دی. بریټانیايي الاصله امریکایي مدافع وکیل، کلایو سټافورډ سمېت وايي: (غواړم له افغان دولته د شویو مرستو له امله مننه وکړم، زه او معظم له هر چا چې په پنځو کلونو کې د هغه څه په اړه چې امریکا عافیه او د هغې اولادنه دلته په بګرام زندان کې ساتلي پوهیږي مرسته غواړو.) د معلوماتو له مخې اغلې صدیقي پن...