Posts

Showing posts with the label Afghanistan China Relation Oil Project

د چین د نفتو کمپنۍ افغانستان ته د تیلو د استخراج لپاره د ۱۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت تجهیزات استوي

Image
 په چین کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې بیجینګ به د تېلو د استخراج د پروژو د پرمخ بیولو لپاره دغه هېواد ته د څه باندې سل میلیون ډالرو په ارزښت پرمختللي ماشینري او تجهیزات ولېږي. نن پنجشنبه، د سپتمبر ۵ مه، سفارت د ټولنیزو رسنیو په پلیټریټ X کې لیکلي چې په بیجینګ کې د طالبانو سفیر بلال کریمي په چین کې د منځنۍ اسیا د نفتي توکو او ګازو شرکت (CAPEIC) له مشر لی وینبین سره وکتل. سفارت یادونه وکړه چې د چین د تیلو او ګازو شرکت CAPEIC به د شاوخوا سل ملیون ډالرو په ارزښت د نفتو د استخراج د پروژو د ملاتړ لپاره پرمختللي تجهیزات او ماشینري افغانستان ته واستوي. د CAPEIC رئیس د دغو پروژو د تطبیق پر اهمیت ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د دې پروسې د چټکتیا لپاره به نورې هڅې هم وکړي. چین د طالبانو د رژیم تر ټولو نږدې سوداګریز شریک ګڼل کېږي او د افغانستان د تېلو د استخراج په ګډون یې په بېلابېلو برخو کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د چین پانګونې ته لېوالتیا ښيي. دا د دواړو هیوادونو تر منځ مخ پر ودې اقتصادي همکارۍ پ...