Posts

Showing posts with the label #Afghanistan #politics

ټول افغانان د هېواد په سیاست او اقتصاد کې برابر حق لري

Image
  په داسې حال کې چې د سيمې هېوادونو په ګډون، نړیوالې ټولنې له اسلامي امارت سره تعامل بشري حقونو ته پر درناوي او د افغان ټولنې له ټولو اقشارو په شمول تشکيل شوي حکومت پورې مشروط کړی، تازه د بهرنيو چارو وزارت سياسي معین هم په سياست او اقتصاد کې د ټولو افغانانو پر برابرې ونډې لرلو ټينګار کړی. شېر محمد عباس ستانکزی وايي، هر افغان له هېڅ راز تبعیض پرته د هېواد په سیاسي، اقتصادي او نورو برخو کې د فعال حضور حق لري او په خبره یې له دې حقه یې هېڅوک نه شي بې برخې کولی. ستانکزی زیاتوي:«    دا هېواد زموږ  د ټولو دی. هر هغه کس چې د افغانستان پېژندپاڼه او تابعیت ولري، په ټولو دولتي چارو کې د ګډون مساوي حق لري. هر افغان حق لري چې د دې هېواد په سیاسیت، اقتصاد او امنیت کې فعاله ونډه ولري.»  ستانکزي یو ځل بیا په پاکستان او ایران کې له افغان کډوالو سره د دغو هېوادونو د پولیسو او اړوند چاواکو پر ناوړه چلن توندې نیوکې کړې دي. نوموړی په پاکستان او ایران کې روان امنیتي وضعیت ته په اشارې له یادو هېوادونو غوښتي چې د افغان کډوالو امنیت او ژوند خوندي کړي. هغه په دې اړه وايي: « کله چې کارګر...