Posts

Showing posts with the label Afghanistan China

په چین کې د ا.ا.ا سفیر، مولوي بلال کریمي د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي برخې له مشر لیوجین‌سونګ او د افغانستان لپاره له ځانګړي استازي یوشیاویونگ سره وکتل.

Image
  په چین کې د ا.ا.ا سفیر، مولوي بلال کریمي د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي برخې له مشر لیوجین‌سونګ او د افغانستان لپاره له ځانګړي استازي یوشیاویونگ سره وکتل. په بجینګ کې د افغانستان سفارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو، د واخان دهلیز په فعاله کولو، کونسلي چارو او اړوندو نورو موضوعاتو خبرې وشوې. افغان سفارت لیکلي چینايي لوري د افغانستان خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ته د درناوي ترڅنګ، د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ. سرجینه زیاتوي چې افغان سفیر د چین له مثبت دریځه ستاينه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې همکارۍ اړينې وبللې.

مولوي امیرخان متقي او د چین ځانګړي استازي د افغانستان د بیارغونې په اړه خبرې کړې

Image
  کابل (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۴): د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره یې د افغانستان د بیارغونې لپاره له ګاونډیو هېوادونو او نړۍوالې ټولنې سره د همکاریو د لارو چارو په اړه خبرې کړې دي. د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیاویونګ پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره یې د همکاریو د پیاوړتیا او د افغانستان د بیارغونې په موخه له ګاونډیو هېوادونو او نړۍوالې ټولنې سره د همکاریو د لارو چارو په اړه خبرې کړې دي. هغه زیاته کړې: «په کابل کې مو د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره ډېره ښه ناسته درلوده، موږ له ګاونډیو هېوادونو سره د لا ښو همکاریو او دغه‌راز د افغانستان د بیارغونې او له دغه هېواد سره د همکاریو د پراختیا لپاره د نړۍوالو ژمنو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې. »