Posts

Showing posts with the label د نجونو ښوونځی.طالبان

د افغان نجونو راتلونکی به څنګه وي

Image
  د افغان نجونو راتلونکی به څنګه وي افغان نجونې له ښوونځیو منع شوې، د خپلې راتلونکې په اړه ویره لري په میلیونونو افغان میرمنې چې ښوونځي ته له تلو منع شوي دي، په کروندو کې کار کولو، غالۍ اوبدلو او د کور کارونو ته اړ دي آسيه وايي نړۍ ته يې پيغام دا دی چې پخوا به يې قلم او کتاب نيول او اوس يې جارو په لاس کې ده، چې د نا اميدۍ سمبول ګڼي د افغانستان د عالي لېسو نجونې د تېر اګست له میاشتې راهیسې چې طالبان واک ته ورسېدل خپلو ښوونځیو ته نه دي تللي. د افغانستان نویو واکمنانو په پیل کې د ښځو د حقونو ژمنې وکړې خو په وروستیو ۱۵ میاشتو کې یې ورو ورو د ښځو پر ازادۍ محدودیتونه ولګول په ملیونونو افغان میرمنې په خپلو کورونو کې بندې دي، مجبورې دي چې خپلې ورځې په کروندو کې په کار، غالۍ اوبدلو او د کور کارونه وکړي ١٦ کلنې ليما وويل: که چېرې زده کړې نه وي او وضعيت همداسې دوام وکړي، نو د نجونو يو نسل به له تيارې راتلونکې سره مخ شي او هېڅ حقوق به ونه لري طالبانو د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې له شل کلن وسله وال پاڅون وروسته واک ته له ستنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته له تلو م...