د ملي دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد قطر ته سفر کړی
کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۴): د اسلامي امارت ویاند وایي چې د هېواد د ملي دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد په رسمي سفر قطر ته تللی او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت کې د دولت له وزیر سره یې کتلي دي. د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د ا.ا د دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد قطر ته په رسمي سفر تللی دی. هغه زیاته کړې چې مجاهد په خپل دغه سفر کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت کې د دولت له وزیر الدکتور محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره کتلي دي. د اسلامي امارت ویاند لیکلي چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په اړه بحث او خبرې شوې او له قطره پر ملاتړ تاکید شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د قطر په بهرنیو چارو وزارت کې د دولت له وزیر سره په ټیلېفوني خبرو کې پر دغه هېواد د اسرائیلو برید غندلی و او ویلي وو چې افغان ولس او حکومت د قطر ترڅنګ ولاړ دي او اسلامي هېوادونه باید د اسرائیلو پر وړاندې یو متحد، جدي او معنالرونکی دریځ خپل کړي. اسرائیل د تېرې سهشنبې ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د حماس غورځنګ پر ...