Posts

Showing posts with the label شیراز زیارت

د ایران په شیراز زیارت خونړی برید

Image
 د ایران په شیراز زیارت خونړی برید دا برید د ایران په سویل شیراز ښار کې د شاه چراغ زیارت ته څېرمه شوی چې لږترلږه دوه ماشومان پکې وژل شوي دي د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په ۲۶ مه د شیراز په ښار کې د شاه چراغ زیارت کې د وسله وال برید نه وروسته د ایران امنیتي ځواکونه ځای پرځای شول د ایران د دولتي خبري اژانس ایرنا په وینا، د ایران په جنوبي ښار شیراز کې د شیعه ګانو پر یوه زیارت برید کې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي په رپوټ کې ویل شوي چې برید د چهارشنبې په ورځ سهار وختي د شاه چراغ زیارت ته څېرمه د دریو وسله والو له خوا تر سره شوی دی دوه بریدګر نیول شوي او یو یې لا هم په تیښته دی داعش (داعش) په خپل ټیلیګرام چینل کې په یوه بیان کې د دغه برید مسوولیت منلی دی نور نیوز، چې د ایران په دولت پورې تړلې رسنۍ ده، مخکې راپور ورکړی و چې برید کوونکي ایراني اتباع نه وو فارس خبري اژانس ویلي چې په شیراز کې په وژل شویو کې یوه ښځه او دوه ماشومان هم شامل دي یوه عیني شاهد او د برید څخه ژوندي پاتې شوي موږ ته وویل: موږ د لمانځه لپاره چمتووالی درلود او بیا مو د ډزو غږونه واورېدل، موږ هڅه وکړه چې...