Posts

Showing posts with the label Afghanistan Turkey Trade

افغانستان د روغتیا په برخه کې د ترکیې د پراخې همکارۍ غوښتنه وکړه

Image
 د عامې روغتیا وزارت سرپرست نور جلال جلالي په کابل کې د ترکیې له سفیر سینک انال سره په کتنه کې له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د ترکیې د همکاریو د پراختیا غوښتنه وکړه. په دې کتنه کې دواړو لورو د ناروغانو لپاره د عاجلو ویزو د صادرولو، د مور او ماشوم د روغتیا، په افغانستان کې د ترکیې په ملاتړ له روغتونونو سره د دوامداره همکاریو د پراختیا او د لوړ کیفیت درملو د واردولو په اړه خبرې وکړې. د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي، په دې ناسته کې د تېرو روغتیايي تړونونو د بیا کتنې او د نویو تړونونو پر تطبیق هم خبرې وشوې. د دې موضوع په اړه، امرخیل وویل: "د بیړنیو اړتیاو ناروغانو ته د ویزې ورکولو پروسې د اسانتیا په اړه بحثونه وشول. وزیر نور جلال جلالي ټینګار وکړ چې د ترکیې ملاتړ د افغانستان د روغتیایی سیسټم لپاره اړین دی." ډاکټران په دې باور دي چې د ترکیې همکاري د افغانستان د روغتیا په برخه کې په ځانګړې توګه د روغتیايي مرکزونو د تجهیز او د افغان ډاکټرانو د ظرفیت په لوړولو کې د پام وړ رول لوبوي. ډاکټر مجتبی صوفي وویل: که موږ له ترکیې څخه پرمختللي طبي تجهیزات وارد کړو او د ...

افغانستان او ترکیه د سوداګرۍ او پانګونې په اړه خبرې کوي

Image
 د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د کانونو، ساختماني، طبي او درمل جوړولو په برخو کې د ۱۳۰ افغان او ترکي شرکتونو د ګډې ناستې د رابللو اعلان وکړ. د دغه وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي، په دې کتنه کې چې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست هم حضور درلود، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زیاتوالي، د ټرانزیټ او ټرانسپورټي ستونزو د حل او د لاجوردو دهلیز د فعالولو په اړه بحثونه وشول. . اخندزاده عبدالسلام جواد وويل: "په دې کتنه کې ويناوالو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر پياوړتيا ټينګار وکړ او ترکيې د لاجوردو دهلېز د فعالولو لپاره له افغانستان او نورو هېوادونو سره همکارۍ ته چمتووالى څرګند کړ." په استانبول کې د افغان – ترک سوداګرو ټولنې ویلي، چې په دې لیدنه کې پر درېیو مهمو مسایلو خبرې وشوې. د دغې اتحادیې مشر عزت الله سادات وویل:«د دې غونډې تر ټولو مهم موضوعات افغانستان ته د ترکي پانګوالو جذبول، د سوداګریزو تعرفو کمول او د افغان سوداګرو لپاره د ویزو د شرایطو برابرول وو.» د سوداګرۍ او پانګونې خونې ټینګار وکړ چې د لاجوردو دهلیز به د افغانستان صادرات ترکیې او له هغه ځایه...