Posts

Showing posts with the label Afghanistan Saudi Arab Kabul

عربستان سعودی متعهد به افزایش سهمیۀ افغان‌ها در حج و عمره شده‌است

Image
  کابل (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۴): معین وزارت حج و عمرۀ عربستان سعودی در دیدار با یک هیأت افغانستان، وعدۀ افزایش سهمیۀ حج و عمره برای افغان‌ها را داده‌است. وزارت ارشاد، حج و اوقاف افغانستان در خبرنامه‌ای اعلام کرده‌است که مولوی محمدنبی محمدی، رئیس عمومی حج، عمره و زیارت این وزارت در رأس یک هیأت در مکه مکرمه با دکتور عبدالفتاح مشاط، معین همکاری‌های بین‌المللی وزارت حج و عمرۀ عربستان سعودی دیدار کرده است. به گفتۀ منبع، در این دیدار دربارۀ افزایش سهمیۀ حج افغانستان، افزایش شمار ویزه‌های عمره، فراهم‌سازی تسهیلات بیشتر برای حجاج و معتمرین و همچنان در مورد شماری از موضوعات تخنیکی، اداری و هماهنگی‌های مرتبط با امور حج و عمره گفتگو صورت گرفته‌است. در خبرنامه آمده‌ که جانب سعودی در این دیدار وعده داده‌است که صدور ویزۀ عمره برای افغانستان بیشتر می‌کنند و اطمینان داده‌است که در این زمینه همکاری‌های لازم انجام خواهد شد. این وزارت همچنان افزوده که جانب سعودی در خصوص افزایش سهمیۀ حج نیز با افغانستان وعدۀ همکاری داده‌است.

جلالي له خپل سعودي سیال سره د روغتيايي همکاريو پر پراختیا خبرې کړې

Image
  کابل (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان او سعودي عربستان د عامې روغتیا وزیرانو د ساري او غیرساري ناروغیو د وقایې، د نشه‌يي توکو د کارونې د مخنیوي، د درملو د کیفیت او قانوني وارداتو د خوندیتوب، د پولیو د له منځه وړو برخه کې د ښې همغږۍ پر لارو چارو خبرې کړې دي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت وزیر مولوي نورجلال جلالي سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د شاهي دولت د عامې روغتیا له وزیر فهد عبدالرحمن الجلاجل سره لیدلي دي. سرچینه زیاتوي: «په دې لیدنه کې د پاکستان د عامې روغتیا وزیر هم حضور درلود، د ساري او غیرساري ناروغیو د وقایې، د نشه‌يي توکو د کارونې د مخنیوي، د روغتیايي همکاریو د لا پیاوړتیا، د درملو د کیفیت او قانوني وارداتو د خوندیتوب او د پولیو د له منځه وړو برخه کې د ګډو هڅو پر زیاتولو او د سلمان بنسټ له لوري د روغتیایي جوړښتونو د تقویه کولو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.» خبرپاڼه راغلي چې مولوی نورجلال جلالي ویلي، د عامې روغتیا وزارت ژمن دی چې د ګډو پروګرامونو له لارې د ناروغیو مخنیوي او روغتیایي حالت ښه‌والي ته کار وکړي. سرچینه...

د متقي او العیسي لیدنه؛ د اسلامي نړۍ پر یووالي او ورپېښو ننګونو خبرې وشوې

Image
کابل (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۴):  د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، د اسلامي نړۍ د همغږۍ ټولنې له مشر سره په لیدنه کې، په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو، د اسلامي نړۍ پر یووالي او ورپېښو ننګونو په اړه خبرې کړي دي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي، د اسلامي نړۍ د همغږۍ ټولنې ډاکټر محمد بن عبدالکریم العیسي په مشرۍ کابل ته له راغلي پلاوي سره وکتل. خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو، د اسلامي نړۍ پر یووالي او ورپېښو ننګونو هر اړخیزې خبرې کړې دي. یاد وزارت لیکلي، متقي له اسلامي نړۍ سره په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د حکومت د نږدې اړیکو یادونه وکړه او په دې برخه کې یې د سعودي عربستان رول مهم وباله. سرچینه زیاتوي چې ډاکټر محمد بن عبدالکریم العیسي په ځانګړې توګه د اسلامي امارت د مشرتابه عمومي عفوه ستایلې ده. نوموړي همداراز د رابطة العالم الاسلامي او د افغانستان اسلامي امارت ترمنځ د منظمو اړیکو دوام، او د اسلامي امارت استازو ګډون د دغې همغږۍ لپاره مهم وباله. د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د ناستې په پای کې ...