د پېښور او جلال اباد تر منځ نوی بس پیل شو
د پېښور او جلال اباد تر منځ نوی بس پیل شو د پاکستان او افغانستان د موقت حکومت چارواکو موافقه وکړه چې د پولې په اوږدو کې د مسافرینو تګ راتګ اسانه کولو لپاره د پیښور او جلال آباد ترمنځ د بس خدمات پیل کړي د دواړو لورو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې به پاکستان د تورخم په پوله د بسونو د تګ راتګ لپاره یو جنکشن جوړوي او افغان لوري به په جلال اباد کې یو جنکشن جوړوي. دا موخه د دواړو هیوادونو ترمنځ د مسافرینو تګ راتګ اسانه کول دي پاکستانۍ رسنۍ، ایکسپریس ټریبیون وايي، د هېوادونو ترمنځ د سړکونو د خدماتو د اسانتیاوو د رامنځته کولو پرېکړه د کابل او اسلام اباد ترمنځ د هوايي تګ راتګ پر وړاندې د شته ننګونو له امله شوې ده راپور کاږي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته د پاکستان او افغانستان ترمنځ هوايي تګ راتګ پېچلی شوی دی د ایکسپریس ټریبیون د راپور له مخې، پاکستان به د تورخم په پوله کې د مهاجرینو د پلټنې لپاره یو ځانګړی ځای جوړ کړي چې په عصري ټیکنالوژیو سمبال وي دغه راز په راپور کې راغلي چې طالبان مکلف دي چې په افغان خاوره کې د مسافرو، تجهیزاتو او بسونو امنیت تامین کړي...