د عافیې صدیقي مدافع وکیل د شواهدو راټولولو لپاره کابل ته راغلی دی


د پاکستانۍ عافیې صدیقي د مدافع وکیل چې کابل ته راغلی وايي، غواړي چې، د مېرمن
 صدیقي بې ګناهي ثابته کړي.

دی وايي، په دې تړاو له غزني ولایته دوه شاهدان لري او دا ثابتوي چې، مېرمن صدیقي په ۲۰۰۸ کال کې له هېڅ ګناه پرته نیول شوې وه.

د اعصابو ډاکټره پاکستانۍ عافيه صدیقي په ۱۹۹۰ کال کې امریکا ته کډواله شوه، او په ۲۰۰۳ کال کې له خپلو دریو اولادونو سره د خپلې کورنۍ د لیدنې پر مهال د پاکستان په کراچۍ ښار کې ورکه شوه.

خو دلته د کابل په کانټینټال هوټل کې د عافیې صدیقي مدافع وکیل په یوه خبري غونډه کې وايي، د اغلې صدیقي د بې ګناهۍ د ثابتولو لپاره کابل ته راغلی دی.

کلایو سټافورډ سمېت وایي، د اغلې صدیقي د بې ګناه ثابتولو لپاره دوه افغان عیني شاهدان لري او په دې برخه کې د لا زیاتو معلوماتو د را ټولولو په لټه کې دی.

بریټانیايي الاصله امریکایي مدافع وکیل، کلایو سټافورډ سمېت وايي: (غواړم له افغان دولته د شویو مرستو له امله مننه وکړم، زه او معظم له هر چا چې په پنځو کلونو کې د هغه څه په اړه چې امریکا عافیه او د هغې اولادنه دلته په بګرام زندان کې ساتلي پوهیږي مرسته غواړو.)

د معلوماتو له مخې اغلې صدیقي پنځه کاله وروسته یعنې په ۲۰۰۸ کال کې په غزني کې د یو امریکایي وګړي د وژلو د هڅې او د چاودېدونکو توکو د درلودلو په تور ونیول شوه.

خو د غزني اوسېدونکی اجمل چې په ۲۰۰۸ کال کې د اغلې صدیقي د نیولو د بهیر شاهد و وایي، د هغې د نیول کېدو پر مهال ورسره هیڅ هم و نه موندل شول.

هغه وایي، هغه مهال چې اغلې صدیقي نیول کېده، بې ګناه وه.

د غزني اوسېدونکي، محمد اجمل و ویل: هلته دوه وارې چادري ځينې لرې شوه، بربنډه هم شوه. دوی هم ولیدل چې یو شی هم ورسره نشته. بیا یې له لاسونو او پښو ونیوله او د رینجر باډۍ ته یې واچوله، چې حیوان به هم څوک داسې د رینجر باډۍ ته وا نه چوي، بیا ورپسې دوه کسان وختل، هغې مسکینې د الله اکبر نارې وهلې.

د ګوانتانامو پخواني بندي، ملنګ هم د اغلې صدیقي په اړه و ویل: کله چې به نارینه بندیوانانو بیوله نو موږ به ډیر خفه وو ځکه دا زنانه ده او دلته خو ښځینه عسکرې شته هغه دې بوځي نو دده مخ ما لیدلی خپله، داسې نیمايي مخ ځکه ځینو عسکرو به یې مکمل مخ پټاوه او بعضو به بې پروايي کوله داسې یو رقم به یې مخ ښکارېده.

دا په داسې حال کې ده چې دمګړۍ اغلې صدیقي د امریکا د تګزاس په یوه بندخونه کې بندي ده.

امریکا ویلي د اغلې صدیقي د کورنۍ یو خپلوان د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ پېښه کې لاس درلود او د القاعده د جنګیالي تور هم ورباندې لګول شوی دی.

صدیقي په ۲۰۱۰ زیږیز کال کې په امریکا کې په ۸۶ کلونو بند محکومه شوه او دمګړۍ په زندان کې د رواني ناروغۍ په لرلو سره خپله د محکومیت دوره تیروي.

 

Comments

Popular posts from this blog

نړیوال اتحاد په ازبکستان کې د CIS سیمه کې د فاضله اوبو د درملنې ترټولو لوی فابریکه جوړولو لپاره 1 ملیارد ډالر خوندي کوي

د متحده عربي اماراتو د پاکې انرژۍ پانګونه له AED 45 ملیارد څخه زیاته ده: د پایښت لرونکي راتلونکي مخکښ کول

AI په دوبۍ کې د 2025 نړیوال حکومتونو په غونډه کې د مرکز مرحله اخلي