د افغانستان په اړه د مسکو غونډې موخه د پخلاینې بهیر اسانه کول او له کابل سره د همکاریو پراخول دي

 

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې د مسکو د شپږمې غونډې لومړیتوب د ملي پخلاینې د پروسې اسانتیا او د سیمې د هېوادونو او کابل ترمنځ په سیاسي، اقتصادي، له ترورېزم سره د مبارزې او د مخدره موادو پر ضد د مبارزې په برخو کې د همکاریو پراخول دي.


ټاکل شوې دغه غونډه د جمعې په ورځ په مسکو کې د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او افغانستان د استازو په ګډون جوړه شي.


د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا یوې خبري غونډې ته وویل چې د غونډې مهمه برخه به د تړلو دروازو تر شا جوړه شي او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به وینا وکړي.


هغې زیاته کړه، چې لاوروف به د غونډې په څنډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره هم وګوري او د دوه اړخیزو همکاریو پر مهمو مسایلو به خبرې وکړي.

Comments

Popular posts from this blog

نړیوال اتحاد په ازبکستان کې د CIS سیمه کې د فاضله اوبو د درملنې ترټولو لوی فابریکه جوړولو لپاره 1 ملیارد ډالر خوندي کوي

د متحده عربي اماراتو د پاکې انرژۍ پانګونه له AED 45 ملیارد څخه زیاته ده: د پایښت لرونکي راتلونکي مخکښ کول

AI په دوبۍ کې د 2025 نړیوال حکومتونو په غونډه کې د مرکز مرحله اخلي