ملا برادر د اذربایجان له لومړي وزیر سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې


 کابل (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴): د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د اذربایجان له لومړي وزیر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراخېدو په اړه خبرې وکړې.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ملا عبدالغني برادر د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د ۱۷مې سرمشریزې په مناسبت اذربایجان ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له لومړي وزیر، علي اسدوف سره وکتل.

خبرپاڼه زیاتوي، دغه لیدنه چې په باکو ښار کې ترسره شوه، د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراخېدو پر موضوعاتو متمرکزه وه.

اقتصادي معاونیت لیکلي، ملا برادر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو د پیاوړتیا په هدف، په باکو کې د افغانستان سفارت د ډیپلوماتیک حضور لوړولو او د اذربایجان له لوري د اسلامي امارت د سفیر رسمي منلو غوښتنه وکړه.

سرچینه زیاتوي، ملا برادر د نفت او ګازو د استخراج او پروسس، د اورګاډي پټلۍ شبکو پراختیا، او همداراز د لمریزې او بادي برېښنا تولید په برخو کې له اذربایجان وغوښتل، څو په افغانستان کې پانګونه وکړي او خپلې تجربې له افغانانو سره شریکې کړي.

هغه دغه راز د کرنې د میکانیزه کولو، د اوبو مدیریت، د اسان خدمت پروګرامونو پلي کولو، ماین پاکۍ او مسلکي زده‌کړو په برخو کې هم له اذربایجاني لوري د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د سیمه‌ییز اتصال په برخه کې د لاجوردو دهلېز پر فعال ساتلو او د شتو ستونزو پر حل ټینګار وکړ او ویې ویل، اسلامي امارت د خپلې اقتصادمحوره پالیسۍ له مخې په سیمه‌ییز اتصال باور لري او د لاجوردو دهلېز د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ د کچې د زیاتوالي لپاره خورا مهم بولي.

د اذربایجان لومړي وزیر ویلي، افغانستان یو لرغونی هېواد دی چې غني کلتور او اوږد تاریخ لري.

نوموړي زیاته کړې، د افغانستان او اذربایجان ملتونه دیني، مذهبي، تاریخي او فرهنګي نږدېوالی لري، او د اذري ولس له‌خوا افغانانو ته د درناوي دغه حس د قدر وړ دی.

هغه همداراز ویلي: «تاسو هم زموږ په څېر د خپلواکۍ لپاره سختې ستونزې وزغملې، چې پایله یې دا ده چې نن یو خپلواک او باعزته هېواد لرئ.»

اسدوف ټینګار کړی، هېواد یې لېواله دی، چې له افغانستان سره د ایکو سازمان او هم د دوه‌اړخیزو او درې‌اړخیزو همکاریو له لارې، په بېلابېلو برخو کې پراخې اړیکې ولري.

هغه ویلي: «موږ تل له افغانستان سره د همکارۍ هڅې کړې دي او خپلو اقداماتو ته به دوام ورکوو. د افغانستان چټک اقتصادي پرمختګ د خوښۍ ځای دی، او موږ چمتو یو چې په ځانګړي ډول د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو په برخو کې ګډ کار ته دوام ورکړو.»

اسدوف زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره دې ګډ اقتصادي کمېسیون بیا فعال شي.

نوموړي همداراز ویلي، د افغانستان، اذربایجان او ازبکستان ترمنځ درې‌اړخیز کاري ګروپ فعال شوی، چې لومړۍ ناسته یې په کابل کې ترسره شوې او بله ناسته به ژر په ازبکستان کې ترسره شي.

د اذربایجان لومړي وزیر د کانونو د اکتشاف او استخراج، د نوي کېدونکې انرژۍ، د اوبو مدیریت، کرنې د میکانیزه کولو، او د اورګاډي پټلۍ په برخو کې له افغانستان سره د تجربو شریکولو، پانګونې او همکارۍ لپاره د خپل هېواد چمتووالی څرګند کړی دی.

اسدوف د افغان سوداګرو لپاره د ویزو اسانتیاوو، د افغان محصلینو لپاره د تحصیلي بورسونو، د ظرفیت لوړونې برنامو او په اذربایجان کې د بندي افغانانو د دوسیو د حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ هم ورکړی دی.

د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، په پای کې دواړو لوریو دا لیدنه د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراخېدو لپاره یو مهم فرصت وباله او په یاده شوېو برخو کې یې د عملي همکاریو پر پيل او دوام ټینګار وکړ.

Comments

Popular posts from this blog

نړیوال اتحاد په ازبکستان کې د CIS سیمه کې د فاضله اوبو د درملنې ترټولو لوی فابریکه جوړولو لپاره 1 ملیارد ډالر خوندي کوي

د متحده عربي اماراتو د پاکې انرژۍ پانګونه له AED 45 ملیارد څخه زیاته ده: د پایښت لرونکي راتلونکي مخکښ کول

AI په دوبۍ کې د 2025 نړیوال حکومتونو په غونډه کې د مرکز مرحله اخلي