Posts

Showing posts from February, 2026

ازبکستان او پاکستان د افغان ټرانس اوسپنې‌پټلۍ ډګرنۍ چارې پیلوي

Image
  د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه راپور کې ویلي ،  چې ازبکستان او پاکستان د افغان  –  ټرانس  اوسپنې  پټلۍ پروژې په اړه  ډګرنی(  ساحوي )  کار پیلولو لپاره یوې  هوکړ ې ته رسېدلي دي. دا هوکړه د پاکستان–ازبکستان د بین الحکومتي کمیسیون په لسمه ناسته کې، چې د سوداګریزو، اقتصادي او علمي–تخنیکي همکاریو په برخه کې جوړه شوې؛ ترلاسه شوې ده. دغه ناسته د پاکستان د لومړي وزیر د صنعت او تولید چارو ځانګړي سلاکار هارون اختر خان او د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر لذیز قدرتوف په ګډه مشري کې ترسره شوه. دواړو خواوو هوکړه کړې؛ د بین الحکومتي کمیسیون د منظم فعالیتونو لپاره نوې بڼې ته اړتیا ده، چې همغږي زیاته او د ګډو پروژو پلي کول ګړندي شي.

سوداگريکابل له مسکو سره د اقتصادي همکاریو پراخولو غوښتنه وکړه

Image
  د روسیې تاس خبري سرچینې راپور ورکړی، چې افغانستان له روسیې سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو؛ په ځانګړي توګه د انرژۍ، کانونو او بېلابېلو بنسټونو د رغولو په برخو کې د اړیکو پراخولو ته لېوالتیا څرګنده کړې ده.  په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ویلي، چې کابل غواړي له روسیې څخه نفت او ګاز واخلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه کړي. په روسیه کې د افغانستان سفیر ګل حسن حسن له تاس خبري سرچینې سره په مرکه کې ویلي؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې د پراختیا په حال کې دي او که یو شمېر ستونزې په ځانګړي توګه بانکي محدودیتونه حل شي؛ افغانستان کولی شي له روسیې څخه نفت، ګاز، درمل، صنعتي توکي، غنم او نباتي غوړي وارد کړي. د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ افغانستان هم چمتو دی، چې خپل کرنیز محصولات لکه تازه او وچې مېوې، سابه، درملیز بوټي، غالۍ او معدني سرچینې روسیې ته صادر کړي. د افغانستان سفیر زیاته کړې؛ د دغو راکړو ورکړو عملي کېدا کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه کړي. همدارنګه په مسکو کې د افغان توکو د نندارتونونو د پرانیستلو لپاره هم پلانونه ...

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن له سکاټلینډ سره تمریني لوبه ترسره کوي

Image
کابل (پژواک، ۱۳ سلواغه ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام سیالیو ته د چمتووالي په موخه نن له سکاټلینډ سره خپله لومړۍ تمریني لوبه ترسره کوي. Discover more د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د کرکټ ملي لوبډله نن له سکاټلینډ سره خپله لومړۍ تمریني لوبه ترسره کوي. د افغانستان او سکاټلینډ ترمنځ لوبه د ماسپښین په دوه بجې د هند په بنګلور ښار کې ترسره کېږي. دغه راز، افغان لوبډله به د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام سیالیو ته د چمتووالي په موخه خپله دویمه تمریني لوبه د روانې فبروري میاشتې په څلورمه له وېسټ‌انډیز سره ترسره کړي. د ۲۰۲۶ کال شل‌اوریزه نړیوال جام سیالۍ د روانې فبروري میاشتې په ۷مه د هند او سریلانکا په کوربه‌توب پیلېږي. د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به په نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه د فبروري میاشتې په اتمه له نیوزلینډ سره ترسره کړي.