د کرکټ شلاوریز نړۍوال جام سیالۍ؛ افغانستان نن له سوېلي افریقا سره لوبه کوي
کابل (پژواک، ۲۲ سلواغه ۱۴۰۴): د ۲۰۲۶ کال د کرکټ شلاوریز نړۍوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان خپله دویمه لوبه نن له سوېلي افریقا سره ترسره کوي. د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د کرکټ ملي لوبډله د شلاوریزو نړیوالو سیالیو په لړ کې خپله دویمه لوبه نن له سوېلي افریقا سره ترسره کوي. د افغانستان او سوېلي افریقا ترمنځ لوبه سهار لس بجې د هند په احمداباد ښار کې د نریندرا مودي کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي. د ۲۰۲۶ کال د کرکټ شلاوریز نړۍوال جام سیالۍ د هند او سریلانکا په کوربهتوب روانې دي. افغانستان په دغو سیالیو خپله لومړۍ لوبه نیوزلینډ ته بایللې ده .