Posts

Showing posts with the label USA TRUMP AMERICA

مادورو د امریکا په محکمې کې: زه عزتمن او بې‌ګناه یم

Image
د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو د نیویارک د منهتن په محکمې کې د نشه‌يي توکو او وسلو اړوند تورونه رد کړي دي. سي‌بي‌اېس دوشنبه د جنورۍ پر ۵مه راپور ورکړی چې مادورو د خپل ژباړونکي په وسیلې محکمې ته ویلي چې «عزتمن» او «بې‌ګناه» دی. مادورو زیاته کړې: «زه بې‌ګناه یم. ګناهګار نه یم. زه عزتمن او د خپل هېواد ولسمشر یم.» د راپورونو له مخې، د مادورو مېرمنې هم د نشه‌يي توکو او وسلو اړوند تورونه رد کړي دي. مادورو او مېرمن یې له نیول کېدو دوه ورځې وروسته په نیویارک کې یوې محکمې ته لېږدول شوي دي.