Posts

Showing posts with the label Afghanistan Pakistan Turkey

«ترکیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو د حل برخه کې له منځګړیتوبه لاس اخیستی

Image
  کابل (پژواک، ۱۸ مرغومی  ۱۴۰۴): یوې هندي رسنۍ راپور ورکړی چې ترکیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره له پرله‌پسې هڅو وروسته، د دغو دوو هېوادونو ترمنځ له منځګړیتوبه لاس اخیستی دی. د راپورونو له مخې، پاکستان شاوخوا درې میاشتې مخکې د افغانستان حریم نقض کړ او ډیورنډ کرښې ته نږدې یې بریدونه ترسره کړل چې وروسته افغان ځواکونو هم غچ‌اخیستونکي بریدونه وکړل. د راپورونو له مخې، په تېرو نږدې درېیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان د پلاوو ترمنځ درې پړاوه خبرې اترې د ترکیې او قطر په منځګړیتوب په دوحه او استانبول او یو ځل په سعودي عربستان کې ترسره شوې؛ خو د هغه څه له امله چې افغان چارواکو یې د «پاکستان غیرمعقول غوښتنې» بللې دي، بې‌پایلې پای ته ورسېدې. یک رسانه‌ٔ هندی به نقل منابع بلندپایه امنیتی و دیپلماتیک گزارش داده‌است که ترکیه پس از ناکامی مکرر در تلاش‌های دیپلماتیک برای حل اختلافات میان اسلام‌آباد و کابل، نقش خود را در میانجی‌گری کنار گذاشته‌است. یوه هندي رسنۍ د لوړپوړو امنیتي او ډیپلوماتیکو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې ترکیې د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ د اختلافاتو د ...