اسلامي امارت او چین د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې

په چین کې د اسلامي امارت سفیر پرون (دوشنبه) د افغانستان لپاره د دغه هېواد له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې د کابل او بیجینګ اړیکې مثبتې وبللې او د دغو اړیکو پر لا پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.


په چین کې د افغانستان سفارت په یوه بیان کې ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د سیاسي اړیکو پر پراختیا، له ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو پر پراختیا، د سیمه ییزو اقتصادي اړیکو پر پراختیا او د قونسلګرۍ او سوداګریزو مسایلو په اړه خبرې وکړې.


د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت طلوع نیوز ته وویل: په دغه کتنه کې د افغانستان او چین ترمنځ د سیاسي اړیکو د لا پراختیا، له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو پر پراختیا، د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د ټرانزیټ او سوداګریزو مسایلو په اړه خبرې اترې وشوې.


په همدې حال کې د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې اسلامي امارت باید د ختیځ او لویدیځ ترمنځ د اړیکو په پراخولو کې توازن وساتي.


د سیاسي چارو کارپوه سلیم پیګیر طلوع نیوز ته وویل:« اوسني حالات د دې اړتیا لري چې هر هغه هیواد چې غواړي له افغانانو سره ښې اړیکې ولري، د افغانستان اسلامي امارت مجبور دی چې ورسره اړیکې ټینګې کړي. په هرصورت، په ټولو اړیکو کې، موږ باید د توازن ساتلو ته پام وکړو."


بل سیاسي شنونکی معین ګل څمکني وايي:«که موږ توازن په پام کې ونه نیسو او د ختیځ لوري ته د لویدیځ له ښکیلتیا پرته پام ونه کړو، شونې ده چې د ۱۹۸۰ لسیزې سناریو تکرار شي، په دې صورت کې به موږ افغانان ډېر زیانمن شي. »


چین یو له هغو هیوادونو څخه دی چې له اسلامي امارت سره یې ښې اړیکې لري. تر دې مخکې د لومړي وزیر اداري مرستیال عبدالسلام حنفي هم په کابل کې د چین له سفیر څخه غوښتي وو چې په نړیوالو فورمونو کې د اسلامي امارت د دریځ ملاتړ وکړي.

 

Comments

Popular posts from this blog

نړیوال اتحاد په ازبکستان کې د CIS سیمه کې د فاضله اوبو د درملنې ترټولو لوی فابریکه جوړولو لپاره 1 ملیارد ډالر خوندي کوي

د متحده عربي اماراتو د پاکې انرژۍ پانګونه له AED 45 ملیارد څخه زیاته ده: د پایښت لرونکي راتلونکي مخکښ کول

د درې اړخیزو اړیکو پیاوړتیا: د هند-فرانسې-متحده عربي اماراتو مجازی غونډه