د پاکستان لومړی وزیر: نړۍ باید له افغان چارواکو وغواړي چې ټول شموله حکومت جوړ کړي
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د شانګهای د همکارۍ سازمان په ۲۳مه غونډه کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې د سرپرست حکومت د جوړولو لپاره دې وهڅوي.
په دې کتنه کې نوازشريف دا هم وويل چې پاکستان يو باثباته، سوله ييز او سوکاله افغانستان غواړي او د افغانستان خاوره بايد د نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي.
د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړه: "نړیواله ټولنه باید په بیړني بشري ملاتړ سره مخ په وړاندې لاړ شي، او د افغانستان له موقت حکومت څخه یې وغوښتل، چې سیاسي ټولشمولیت ته غاړه کیږدي، په دې توګه دا یقیني کړي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیانو په وړاندې د ترهګرۍ لپاره ناوړه ګټه پورته نه کړي. »
په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې بیجینګ او اسلام اباد په یوه ګډه اعلامیه کې له افغان حکومته غوښتي چې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي. په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې چین او پاکستان به په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د ادغام لپاره رغنده رول ولوبوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې بیجینګ او اسلام اباد له افغان حکومته غوښتي، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې لازم اقدامات وکړي، ځکه د ترهګرۍ له امله رامنځته شوې بې ثباتي به ټوله سیمه له ګواښ سره مخ کړي. سربیره پردې، یو ټول شموله حکومت باید جوړ شي.
"دا ادعا سمه نه ده. په افغانستان کې هېڅکله ترهګر نه وو. خو د یوه ټول شموله حکومت په اړه موږ تل ټولو ته په ځانګړې توګه چارواکو ته ویلي چې داسې حکومت ته اړتیا ده چې ټولو ته د منلو وړ وي،» د پوځي چارو کارپوه یوسف امین ځاځي طلوع نیوز ته وویل.
اسلامي امارت د پاکستان د لومړي وزیر د وروستیو څرګندونو په اړه کومه تبصره نه ده کړې، خو په تیرو وختونو کې یې په ځلونو ژمنه کړې چې هیڅ فرد یا ډلې ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي.
د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو ۲۳مه غونډه د اکټوبر په ۱۵مه د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د افغانستان د سرپرست حکومت د استازي له حضور پرته پیل شوه.
Comments
Post a Comment