د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی پاکستان ته ځي


 د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف به د پنجشنبې په ورځ پاکستان ته سفر وکړي چې د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړي.


د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې زهرا بلوچ نن یوې خبري غونډې ته وویل چې کابلوف به د بهرنیو چارو له سکرترې آمنه بلوچ سره وګوري او د افغانستان او لویدیځې اسیا د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر احمد نسیم وڑایچ سره به تفصیلي خبرې وکړي.


"دواړه خواوې به د افغانستان وضعیت وڅېړي او د سیمه ییزې سولې او ثبات په ټینګښت کې به د ګاونډیو هېوادونو پر رول خبرې وکړي."

Comments