هند له افغانستان څخه د ډبرو سکرو او مرمر د واردولو هیله لري

 

د هند د ګجرات د سوداګرۍ خونې یوه لوړ پوړي پلاوي له افغانستان څخه د ډبرو سکرو او مرمر ډبرو واردولو او د افغانستان د ډبرو سکرو په سکتور کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.


چارواکو د هند په ممبۍ ښار کې د افغانستان د کونسلګرۍ له سرپرست اکرام الدین کامل سره په کتنه کې خوښي څرګنده کړه.


کامل دوی ته ډاډ ورکړ، چې په دې برخه کې به له اړوندو افغان بنسټونو سره په تخنیکي کچه د انلاین ناستې زمینه برابره کړي.


هغه وویل، په افغانستان کې امنیت تامین شوی، فساد شتون نه لري او هندي سوداګرو ته د پانګونې زمینه برابره ده.

Comments

Popular posts from this blog

متحده عربي امارات د تاریخي روسیې او اوکراین د بندیانو تبادله منځګړیتوب کوي

متحده عربي اماراتو افغانستان ته ۱۰۵ ټنه زلزله ځپلو ته مرسته واستوله

په کابل کې هدفي بریدونه: د طالبانو د قوماندانانو پر وړاندې سیوري جګړه