افغانستان او قطر د کار د فرصتونو د رامنځته کولو لپاره همکاري کوي


 د افغانستان او قطر ترمنځ د ګډې کاري کمېټې غونډه د قطر د کار وزارت د مرستیال او د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کارموندنې برخې رئیس په مشرۍ په دوحه کې جوړه شوه.


د قطر د کار وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کاري اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وشو.


په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د کار په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا تمرکز وشو.


په همدې حال کې د توريالي په څېر ګڼ شمېر افغان کارګران له بېکارۍ سره مبارزې ته دوام ورکوي.

توريالي له خپل حالت څخه ناهیلي شو، وويل: "ډېرې ستونزې دي. زه اوس د دوکاندارانو پوروړي يم. کله چې ګاز واخلم، پيسې ترې وغواړم. په هغو ورځو کې چې کار پيدا کړم، يوازي لږ اوړه کور ته وړم."


نورو کارګرانو په کور دننه او بهر د کارموندنې د لا زیاتو فرصتونو غوښتنه وکړه.


نورالله په نامه یو کارګر وویل: "زموږ غوښتنه دا ده چې په عربي هیوادونو یا بل کوم ځای کې کار پیدا کړو ترڅو له دې حالت څخه خلاص شو."


د اقتصادي چارو کارپوهان په دې باور دي چې بهر ته د کارګرانو لېږل د افغانستان اقتصاد ته ګټه رسولی شي.


یو اقتصاد پوه سیار قریشي وویل: "عربي هیوادونو ته د افغان کارګرانو لیږل کولی شي اقتصاد ته وده ورکړي ځکه چې د دوی معاشونه بیرته افغانستان ته ځي او د هیواد اقتصادي جریان کې مرسته کوي."


تر دې مخکې د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبر ورکړی و، چې په تېرو درېیو میاشتو کې څه باندې ۳۳ زره کسانو د کار جوازونه ترلاسه کړي دي.

Comments

Popular posts from this blog

AI په دوبۍ کې د 2025 نړیوال حکومتونو په غونډه کې د مرکز مرحله اخلي

د متحده عربي اماراتو راس الخیمه به تر 2027 پورې بریښنایی هوایی ټکسي پیل کړي

په کابل کې د لیدلو لپاره غوره ځایونه