افغانستان د روغتیا په برخه کې د ترکیې د پراخې همکارۍ غوښتنه وکړه
په دې کتنه کې دواړو لورو د ناروغانو لپاره د عاجلو ویزو د صادرولو، د مور او ماشوم د روغتیا، په افغانستان کې د ترکیې په ملاتړ له روغتونونو سره د دوامداره همکاریو د پراختیا او د لوړ کیفیت درملو د واردولو په اړه خبرې وکړې.
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي، په دې ناسته کې د تېرو روغتیايي تړونونو د بیا کتنې او د نویو تړونونو پر تطبیق هم خبرې وشوې.
د دې موضوع په اړه، امرخیل وویل: "د بیړنیو اړتیاو ناروغانو ته د ویزې ورکولو پروسې د اسانتیا په اړه بحثونه وشول. وزیر نور جلال جلالي ټینګار وکړ چې د ترکیې ملاتړ د افغانستان د روغتیایی سیسټم لپاره اړین دی."
ډاکټران په دې باور دي چې د ترکیې همکاري د افغانستان د روغتیا په برخه کې په ځانګړې توګه د روغتیايي مرکزونو د تجهیز او د افغان ډاکټرانو د ظرفیت په لوړولو کې د پام وړ رول لوبوي.
ډاکټر مجتبی صوفي وویل: که موږ له ترکیې څخه پرمختللي طبي تجهیزات وارد کړو او د خپلو ډاکټرانو علمي ظرفیت لوړ کړو، دا به زموږ په ملي اقتصاد کې ډیره مرسته وکړي، په دې صورت کې به زموږ هیوادوال د درملنې لپاره په بهر کې د ډیرو پیسو مصرفولو ته اړتیا ونلري. "
ډاکټر نجیب الله قاسمي همدا راز وویل: "که د اړتیا وړ ناروغانو ته د ویزې ورکولو پروسه ګړندۍ شي او افغان ډاکټرانو ته د روزنې فرصتونه برابر شي، دا به زموږ د روغتیایی خدمتونو په برخه کې د نیمګړتیاوو په له منځه وړلو کې ډیره مرسته وکړي."
په همدې حال کې، د افغانستان روغتیایی سکتور له څو کلونو راهیسې د یو شمېر نړیوالو سازمانونو او هېوادونو له خوا ملاتړ شوی دی.
Comments
Post a Comment