واړه لاسونه او سترې هیلې؛ هغه ۱۴ کلنه نجلۍ چې هنر یې پر عاید لرونکي کاروبار بدل کړ
کابل (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۴): کابل ښار کې د هایدې شفق په نوم یوې ۱۴ کلنې نجلۍ د نجونو پر مخ د ښوونځیو له شپږم پورته ټولګیو له تړل کېدو وروسته یو کوچنی کاروبار پیل کړ چې نن یې نه یوازې هنر زده کړی، بلکی هغو نجونو ته یوه الګو ګرځېدلې چې د ځان بسیاینې هیلې لري.
هایده د کابل ښار د خیرخانې سیمې د سرکوتل اوسېدونکې ده او د «وحدت» په خصوصي لېسه کې یې تر شپږم ټولګي زدهکړې کړې دي.
هایدې چې د مور او پلار لومړنی اولاد دی، پژواک خبري اژانس ته یې وویل، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته یې هوډ وکړ چې پر کور د کښېناستو پر ځای د ځان لپاره د پرمختګ یوه نوې لار پرانیزي.
هغې زیاته کړه، په دې فکر کې وه چې څه کاروبار به وکړي، یوه ورځ یې د خپلې مور په موبایل کې یوه ويډیو ولیده چې په بېلابېل رنګ مریو د یوه لاسبند جوړول پهکې ښودل کېدل؛ په خوښۍ یې وویل: «موږ هم کولای شو دغه جوړ کړو!.» د کورنۍ په ملاتړ یې یوازې په زر افغانیو کار پیل کړ.
د هغې په خبره، لومړی یې لاسبندونه جوړ کړل او بازار ته یې یووړل، یو کم شمېر یې وپلورل، خو د کم خرڅلاو او د هټۍوالو نه لېوالتیا له دغه کار سره د هغې لېوالتیا کمه کړه؛ خو پر دې ناهیلۍ سربېره یې خپل کار ته دوام ورکړ، بازار ته ولاړه او له هټۍوالو سره یې خبرې وکړې، څېړنه یې وکړه او دې ته یې پام شوم چې نن سبا دستکولونه او زینتي تاجونه هم ښه بازار لري.
هایده له نږدې یونیم کال راهیسې په دې برخه کې فعالیت کوي؛ اوس په مریو او کریسټال دستکولونه، لاسبندونه، کیليبندونه، قلمدانونه او د ماشومانو تاجونه جوړوي او د خپلو مشتریانو سفارشونه د هغوی په خوښه ورته جوړوي.
هغه وايي، په لوموړیو کې په بازار کې د ښو مریو پیدا کول سخت وو، خو اوس د تجربې په ترلاسه کولو سره د خپلو محصولاتو جوړولو لپاره له باکیفیته مریو استفاده کوي.
د ماشومانو لپاره د تاجونو جوړول د هایدې یو له متفاوتو کارونو ګڼل کېږي چې په لومړي ځل یې له مور سره جوړ او بازار ته یې وړاندې کړل. دغه تاجونو ډېری په طلایي رنګ کې دي، د ماشومانو د زېږېدو کالیزو مراسمو لپاره کارول کېږي او ډېر مینهوال لري.
یاده نوښتګره نجلۍ وايي: «دغه تاجونه له کاغذي تاجونو ډېر ښکلي او لوکس دي.»
هغه اشاره کوي چې ځینې طرحې او قلمدانۍ د دې خپلې ایډیاوې دي؛ جالب خبره دا ده چې ځینې طرحې د ښځو لپاره د نجونو په طرحه او ځینې نورې د نارینهوو لپاره د هلکانو په طرحه دي.
هایده غواړي خپل کار ته پراختیا ورکړي او په راتلونکي کې د نورو نجونو لپاره هم د کار زمینه برابره کړي.
هغه تل د خپل مور او پلار ملاتړ له ځان سره لري او هغوی ورته ویلي چې کولای شي بریالۍ شي.
هایده ډېری خپل محصولات هټۍوالو ته وړاندې کوي او د ټولنیزو شبکو له لارې یې هم پلوري.
بلخوا، د هایدې مور عایشه شفق د خپلې لور له هڅو په ویاړ یادونه کوي او وايي: «ما او پلار یې تل ملاتړ ترې کړی او غواړو خپلو هیلو ته ورسېږي.»
هغې زیاته کړه: «هایده ډېره زیارکښه نجلۍ ده چې تل خپلو دیني درسونو ته هم رسېږي.»
دغهراز کابل کې د ښځینه محصولاتو یوه پلورونکې سمیرا اصغري وايي: «زموږ په پاڼه کې تر ټولو ډېر پلور د هایدې د محصولاتو دي؛ ښځینه دستکولونه او کليبندونه چې هم ښه کیفیت لري او هم مناسبې بیې.»
دغهراز صدف احمدي د یادو محصولاتو یوه پېرېدونکې وايي: «زه تل د هایده جانې له دستکولونو استفاده کوم، ډېر ښه کیفیت لري او ترې راضي یمه.»
د اقتصادي چارو کارپوه ظاهر بهزاد وايي، کوچني کاروبارونه نه یوازې د کار په پیدا کولو کې مهم رول لري، بلکه د هېواد د اقتصادي څرخې او مالیاتو ورکولو کې هم اغېزمن تمامیږي.
هغه زیاته کړه: «کله چې ښځې د لاسي صنایعو له لارې فعالیت کوي، هم کارموندنه کېږي، هم خوندي کاري چاپېریال برابرېږي او په ټوله کې کولای شي ملي اقتصاد په حرکت راولي.»
نوموړي وویل چې د ښځو باید ملاتړ وشي څو خپل کاروبارونو ته وده ورکړي.
Comments
Post a Comment