د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د یوه پلاوي په مشرۍ اوزبیکستان ته ولاړ


 کابل (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۴): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د یوه پلاوي په مشرۍ تاشکند کې د پانګونې په څلورم نړۍوال کنفرانس کې د ګډون په موخه اوزبیکستان ته ولاړ.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د نورالدین عزیزي په مشرۍ دغه پلاوی چې د امارتي شرکتونو عمومي رییس مولوي احمدجان بلال یې هم ملتیا کوي، د اوزبیکستان جمهوریت په رسمي بلنه هغه هېواد ته تللی دی.

سرچینې د دغه سفر موخه د تاشکند د پانګونې په څلورم نړۍوال کنفرانس کې ګډون او د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د تېرو ناستو د ژمنو او پرېکړو تعقیب یاد کړی دی.

خبرپاڼه کې راغلي، د تاشکند کنفرانس د پانګونې په برخه کې یو له سترو سیمه‌ییزو غونډو دی چې هر کال په بېلابېلو هېوادونو کې ترسره کیږي او د نړۍ د څه باندې ۱۰۰ هېوادونو لوړپوړي استازي پکې ګډون کوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاته کړې چې د دغه کنفرانس په څنډه کې به د اوزبیکستان د کورنیو تولیداتو یو نندارتون هم جوړ شي او د اسلامي امارت پلاوی به د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په تړاو له اوزبیک چارواکو او د نورو هېوادونو له استازو سره هم لیده کاته ولري.

Comments

Popular posts from this blog

AI په دوبۍ کې د 2025 نړیوال حکومتونو په غونډه کې د مرکز مرحله اخلي

د متحده عربي اماراتو راس الخیمه به تر 2027 پورې بریښنایی هوایی ټکسي پیل کړي

په کابل کې د لیدلو لپاره غوره ځایونه