مولوي امیرخان متقي او د چین ځانګړي استازي د افغانستان د بیارغونې په اړه خبرې کړې


 کابل (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۴): د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره یې د افغانستان د بیارغونې لپاره له ګاونډیو هېوادونو او نړۍوالې ټولنې سره د همکاریو د لارو چارو په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیاویونګ پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره یې د همکاریو د پیاوړتیا او د افغانستان د بیارغونې په موخه له ګاونډیو هېوادونو او نړۍوالې ټولنې سره د همکاریو د لارو چارو په اړه خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړې: «په کابل کې مو د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره ډېره ښه ناسته درلوده، موږ له ګاونډیو هېوادونو سره د لا ښو همکاریو او دغه‌راز د افغانستان د بیارغونې او له دغه هېواد سره د همکاریو د پراختیا لپاره د نړۍوالو ژمنو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.»

Comments

Popular posts from this blog

AI په دوبۍ کې د 2025 نړیوال حکومتونو په غونډه کې د مرکز مرحله اخلي

د متحده عربي اماراتو راس الخیمه به تر 2027 پورې بریښنایی هوایی ټکسي پیل کړي

په کابل کې د لیدلو لپاره غوره ځایونه