محمدنبي له ایرانه له راستانه شوو کډوالو سره یو میلیون افغانۍ نغدي مرسته وکړه

 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي محمدنبي له ایرانه هېواد ته له راستانه شوو افغان کډوالو سره د خپل خیریه بنسټ له لارې یو میلیون افغانۍ نغدي مرسته کړې ده.

محمدنبي پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي: «نن مې د خپل خیریه بنسټ، نبي خیریه بنسټ له لوري له ایرانه پر راستانه شوو افغان کډوالو باندې یو ‌میلیون افغانۍ مرسته ووېشله، دا زما د بنسټ د مرستو پیل و او ان‌شاالله دا بهیر به روان وي.»

نوموړي ویلي چې د کابل په یوه کمپ کې یې د کډوالو وضعیت له نږدې لیدلی او حالت یې نازک بللی دی. هغه له افغان سوداګرو غوښتي چې د دغو کډوالو ناوړه وضعیت درک کړي او له هغوی سره مرسته وکړي.

هغه زیاته کړې: «د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غواړم چې د افغان کډوالو پر وړاندې ناوړه چلند پای ته ورسوي او د ګاونډیتوب او د مهاجرت نړۍوالو اصولو په مبنا چلند غوره کړي.»

د یادونې ده، ایران له څه مودې راهیسې له دغه هېواده د افغان کډوالو اخراج پیل کړی او په شاوخوا یوه میاشت کې څه باندې ۷۰۰ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

Comments

Popular posts from this blog

متحده عربي امارات د تاریخي روسیې او اوکراین د بندیانو تبادله منځګړیتوب کوي

متحده عربي اماراتو افغانستان ته ۱۰۵ ټنه زلزله ځپلو ته مرسته واستوله

په کابل کې هدفي بریدونه: د طالبانو د قوماندانانو پر وړاندې سیوري جګړه