روسیې اسلامي امارت په رسمیت وپېژانده
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي په کابل کې د روسيې سفير دیمیتري ژیرنوف، د دغه وزارت له سرپرست وزیرمولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې، د روسیې د حکومت هغه پرېکړه رسماً ابلاغ کړه چې پر بنسټ يې اسلامي امارت په رسمیت پېژني.
خبرپاڼه کې راغلي، روسیې سفیر د دې پرېکړې اهمیت په ګوته کړ او دا یې د افغانستان او روسیې تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره تاریخي ګام وباله.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د روسیې فدراسیون د دغې پرېکړې هرکلی کړی او دا یې د دواړو هېوادونو تر منځ د مثبتو اړیکو، متقابل درناوي او رغېدونکي تعامل نوې مرحله بللې ده.
متقي ویلي، چې د روسیې فدراسیون دغه واقعبينانه پرېکړه به د دواړو هېوادونو د اړیکو په تاریخ کې د یوه مهم پرمختگ په توګه ياده وي او د نورو هېوادونو لپاره د ورته اقدام لپاره یوه ښه بېلګه رامنځ ته کوي.
د هغه په خبره، له دې اقدام سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ دوې اړخيزې همکارۍ لا پراخې شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې د دغه وزازت د مرستیال ای یو رودینکو په مسکو کې د اسلامي امارت سفیر ګل حسن حسن باورلیک منلی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خپله ویناپاڼه کې چې پر رسمي پاڼه یې خپره کړې د طالبانو حکومت د نوي سفیر د باورلیک منلو لهانځور سره لیکلي: “موږ باور لرو چې د افغانستان د اسلامي امارت د حکومت په رسميت پېژندنه به زموږ د هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د ګټورو دوه اړخیزو همکاریو پراختیا ته وده ورکړي.”
دا په داسې حال کې ده چې د روسيې سترې محکمې د روان کال (د اپرېل ۱۷مه) اعلان وکړ چې د اسلامي امارت نوم یې له هغه نوملړه ځنډولی چې له ۲۰۰۳ کال راهیسي په کې د یوې «ترهګرې ډلې» په توګه ځای شوی و.

Comments
Post a Comment