د کرکټ ملي لوبغاړي نوینالحق ته په اوږه کې د درد له امله د شپږو اونیو استراحت توصیه شوې
کابل (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۴): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې چټک توپاچوونکي نوینالحق ته د اوږې او پښې برخو کې د ستونزې له امله د شاوخوا شپږو اونیو لپاره د استراحت توصیه شوې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کرکټ ملي لوبډلې د شلاوریزو لوبو چټک توپاچوونکي نوینالحق ته په دې وروستیو کې یو ځل بیا د اوږې او پښې برخو کې دردونه پيدا شوي چې له امله یې د اړوند ډاکټر له لوري ورته د شپږو اوونیو د استراحت توصیه شوې ده.
سرچينې ویلي: «له راپور سره سم، په پیل کې نوینالحق ته د لوبې پر مهال د پښې د پنډۍ درد پیدا شوی و چې سربېره پر دې ورسره د اوږې درد هم مل و؛ ډاکټر ته له مراجعې سره سم یې د MRI په معایناتو او پایله کې معلومه شوه چې د پښې درد یې عادي دی، خو د اوږې برخه کې د توپاچونې پر مهال پر نوموړي زیات فشار راغلی او له امله یې یوه پله شلېدلې ده.»
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، ډاکټرانو نوموړي ته سپارښتنه کړې چې تر شپږو اوونیو پورې دروند وزن پورته نه کړي او د لوبو له کولو ډډه وکړي.
کرکټ بورډ ویلي چې نوینالحق د غوره درملنې په موخه اوسمهال د انګلیستان په یوه روغتون کې چې له دې مخکې یې هم د اړوند ډاکټر له لوري درملنه شوې، تر درملنې لاندې دی.
نوینالحق ته په داسې حال کې د لوبو نه کولو سپارښتنه شوې چې شاوخوا دوه اونۍ وروسته په کابل کې د شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ هم پیلېږي.
Comments
Post a Comment