ډونالډ ټرمپ ته یو نږدې کس چارلي کرک په ډزو وژل شوی

 

کابل (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، ډونالډ ټرمپ ته نږدې کس چارلي کرک د امریکا د یوتا سیمې په یوه پوهنتون کې د غونډې پر مهال په ډزو ویشتل شوی او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

کرک په بېلابېلو پوهنتونونو کې په عام محضر کې په بحثونو او مناظرو مشهور و او میلیونونه څارونکي او مینه‌وال یې لرل. هغه پر اېکس شاوخوا ۲.۵ میلیونه او پر ټيکټاک شاوخوا ۳.۷ میلیونه خلکو څاره.

بي‌بي‌سي لیکلي چې محافظه کار ځوان مشر چارلي کرک چې ډونالډ ټرمپ‌ ته نږدې کس و، د امریکا د یوتا سیمې په یوه پوهنتون کې د یوې غونډې پر مهال په ډزو وویشتل شو چې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

راپور کې راغلي، چارواکي پر دې باور دي جې  پر هغه پوهنتون ته له څېرمې ودانۍ ډزې شوې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ویډيویي پیغام کې د هغه پر وژل کېدو خواشيني څرګنده کړې او دا یې د امریکا لپاره یوه «توره شېبه» بللې ده.

ټرمپ امر کړی چې د هغه په ویر دې په فدرالي ادارو کې د امریکا بیرغ نیمه ځوړند وساتل شي.

د برېتانیا او ایټالیا لومړیو وزیرانو ترڅنګ بېلابېلو مشرانو د چارلي کرک پر وژل کېدو خواشيني څرګنده کړې ده.

Comments

Popular posts from this blog

AI په دوبۍ کې د 2025 نړیوال حکومتونو په غونډه کې د مرکز مرحله اخلي

د متحده عربي اماراتو راس الخیمه به تر 2027 پورې بریښنایی هوایی ټکسي پیل کړي

په کابل کې د لیدلو لپاره غوره ځایونه